د ملي مقاومت شورا: هزاره‌گان تل د ترورېستانو غیر انساني بریدونو موخه ګرځېدلي

لخوا Aamaj News

د افغانستان ژغورلو لپاره د ملي مقاومت شورا د کابل لوېدیځ کې وروستي بریدونه وغندل او ویلي یې دي چې هزاره‌ګان له کالونو را پدېخوا د تروریستي بریدونو موخه ګرځېدلي.

یادې شورا د کابل لوېدیځ کې د تېرې ورځې برید په غبرګون کې د القاعدې رهبر ایمن اظواهري وژلو ته په اشارې سره ویلي، دا بریدونه چې افغانستان کې د القاعده د رهبر له وژل کېدو وروسته ترسره کېږي د دې ښکارندویي کوي چې «کابل د طالبانو تر اشغال لاندې د ترورېستي ډلو په امن پټنځای» بدل شوی.

د مقاومت شورا تېره ورځ (شنبه د زمري ۱۵مه) په یوه اعلامیه کې ویلي چې د افغانستان شیعه او هزاره‌ګان له کالونو را په دېخوا د ترورېستي ډلو غیر انساني او فاجعه راوړنکو بریدونو موخه ګرځېدلي.

یاده اعلامیه کې دوی پر شیعه‌ګانو په ځانګړي ډول د حسیني عزادارانو پر مراسمو بریدونه بشر ضد او هدفي جنایتونه بللي.

یادې شورا ټینګار کړی چې طالبان نه یوازې افغانستان کې د عمومي امنیت ټینګښت کې ناکام دي بلکې د نا امنیو لمن په پراخ ډول پراخ شوې.

دوی په یاده اعلامیه کې خبرداری ورکړی، چې طالبانو تروریستي ډلو ته د امن پټنځای په جوړولو سره، په افغانستان او نړۍ کې د تروریستي فعالیتونو لپاره لارې چارې برابرې کړې دي.

د یادې شورا د اعلامیې په یوه برخه کې راغلي: «قتلونو، هدفي وژنو، مذهبي غونډو موخه ګرځولو، خصوصي حریم باندې تېریو، چاودنو او تروریستي فعالیتونو هېواد له سختو امنیتي ستونزو سره لاس او ګریوان کړی.»

طالبانو د کابل پل سوخته کې د شنبې ورځې د چاودنې مرګ ژوبله ۲ وژل شوي او ۲۲ ټپیان وښودل، خو سرچینو د مرګ ژوبلې شمېره ډېره ښودلې ده.

د کابل لوېدیځ کې د تېرو دوه ورځو بریدونو پړه داعش ډلې پر غاړه اخیستې ده.

اړوند لیکنې

یو نظر پریږدئ