په بند کې د ښځو ټلویزیوني اعترافونو په وړاندې غبرګونونه؛ سپنتا: څوک به په دې ابتذال باور ونه کړي

لخوا Aamaj News

د طالبانو په بند کې د ښځو ټلویزیوني اعترافونه د نړیوالو بنسټونو او کورنیو غبرګونونو سره مخ شول.

د ملي امنیت شورا پخوانی سلاکار رنګین دادفر سپنا یادو اعترافونو ته په غبرګون کې وايي؛ چې دا نړۍ په تاریخ کې لومړی ځل نه دی چې حاکمان له ښاریانو څخه په زور او ځورولو سره اعتراف اخلي او دوی پښېمانۍ ته اړباسي.

نوموړي په یو ټویټ کې لیکلي؛ لکه څنګه چې د افغانستان د حاکمانو لومړنی او پخوانی حاکمیت خواشینونکی او په ورته وخت کې مسخره دی، په همغه کچه دا اعتراف اخیستل هم صحنه جوړونه او خواشینونکي دي.

سپنا زیاتوي: “څوک به په دې ابتذال باور ونه کړي. په دې ځای کې د افغانستان مدني خلکو نه ویل شوی خو ښکاره راز دوام لرونکی او له صبر ډک دی.”

د موج تحول بهر رئيسه او د هېواد پخواني پارلمان غړې فوزیه کوفي د دغه ښځو د اعترافونو په اړه وايي چې په زور سره د اعتراف اخیستل او د ښځو انځور خپرول په دې بڼه چې د ښځو حرمت زیانمن کړي، جرم دی.

کوفي طالبانو ته په خطاب کې ویلي: “تاسې زموږ د هېواد له ښځو د انساني ژوند حق اخیستی او هیله لری چې څوک نیوکه ونه کړي؟ تاسې چې له لاریونوالو ښځو وېرېدلي یاست او له هرې ممکنې لارې د دوی بې اعتباره کولو په لټه کې یاست، دا د ښځو د قوت په مانا ده.”

د دې سربېره په اتریش کې د افغانستان سفیره منیژه باختری وایي د اعتراف په یوه مسخره ننداره کې د لاریونوالو ښځو د غږ او انځور خپرول، د یوې مستبدې او متوهمې ډلې د ناپوهۍ نښه ده.

نوموړې زیاتوي چې د افغانستان تاریخ له داسې اعترافونو ډک دی چې په ځورولو او زور سره ترلاسه شوي.

د نوموړي په وینا د ښځو د خوځښتونو خنثی کول او غږ چُپ کول، په دې مسخره نندارو سره ممکن نه دي.

خبریال شفیع کریمي وايي چې لاریونوالې ښځې بهر ته د تګ لپاره واټونو ته نه دي راوتلې. نوموړی زیاتوي؛ چې د دوی د ښځو د حق له امله غږ پورته کړی.

خو نړیواله عفوه وايي چې طالبان د اجباري اعترافونو په خپرولو سره د ښځو بد نومه کولو په لټه کې دي.

په سویلي آسیا کې د نړیوالي عفوې مسووله سمیرا حمیدی وایي؛ چې طالبان د بندي ښځو اجباري اعترافونو په خپرولو سره د دوی د “بد نومه کولو” لپاره د یو تاکتیک په توګه ګته اخلي.

نوموړې په خپله ټویټر پاڼه لیکلي؛ چې یاد ښځو په څېرو کې وېره او په غږ کې لړزه په کره ډول ښکاري او ځينې یې حتا نه شي کولی کمرې ته وګوري.

دا په داسې حال کې ده؛ چې د کابل د واټونو یو شمېر لاریونوالې ښځې چې د طالبانو په بند کې دي په ټلویزیوني اعترافونو کې وايي چې د یو شمېر ښځو په امر چې له هېواد بهر ژوند کوي، واټونو ته راوتلې او لاریونونه یې کړل.

دغه ټلویزیوني اعترافونه په داسې حال کې خپرېږي؛ چې طالبانو له دې وړاندې د لاریونوالو ښځو بندي کول رد کړي و.

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت وایي؛ چې دوی یې کابل کې په یو کور کې نیولې دي، چې هلته په “ناقانونه” ډول ساتل کېدې تر څو له افغانستان څخه بهر ووېستل شي.

د دې سربېره؛ لا تر اوسه څرګنده نه ده چې دا ښځې په کومو شرایطو کې کمرې مخ ته راغلې او خبرې یې کړې دي.

اړوند لیکنې

یو نظر پریږدئ