د افغانستان تښتېدلي ولسمشر لومړی مرستیال امرالله صالح د القاعدې رهبر د اوسېدو د ځای په هکله د طالبانو د بېخبرۍ څرګندونو ته په غبرګون کې وایي چې پاکستاني حکومت د پاکستان «ایبتآباد» کې د اسامه بن لادن د شتون په هکله نه پوهېدل او طالبان د حقاني د کور تر څنګ د الظواهري د اوسېدو په هکله؛ «عجبه خندونکې ننداره».
صالح طالبان په دروغ ویلو تورن کړل او ویلي یې دي چې د پاکستاني مدرسو په ځانګړي ډول د حقاني او وفاق المدارس مدرسو د نصاب څېړلو پر بنسټ کولی شو دا درک کړو، چې طالبان څنګه دروغ وایي او هغه هم قانع کوونکي دروغ.
بل پلو د ملي امنیت پخواني رییس رحمت الله نبیل په یو لړ توېټونو کې لیکلي ظاهراً داسې برېښي چې په ۲۰۱۸ کال کې د دوحې معاملې له پیل څخه، هر کله چې طالبان له ستونزو پاروونکو مسایلو سره مخ کېدل، د افغانستان سولې په اړه یې له زلمي خلیلزاد مشوره غوښتله.
د ملي امنیت پخواني رییس زیاته کړې: «د طالبانو دریځ په لیدو سره داسې انګېرل کېږي چې طالبانو د خلیلزاد یو بل پسې مرکو ته غوږ نیولو او یا هم له نوموړي سره د مشورې وروسته دا دریځ نیولی.»
دا غبرګونونه په داسې حال کې کېږي چې طالبانو افغانستان کې د القاعده رهبر ایمن الظواهري د وژل کېدو په تړاو ویلي چې دوی کابل کې د نوموړي له شتون خبر نه درلود.