په چورلکه کې د طالبانو نوې واده شوې ناوې لېږد او د طالبانو ویاند دروغو ته پراخ غبرګونونه

لخوا Aamaj News

دسیمه‌ییزو سرچینو لخوا له لوګر څخه خوست ته په پوځي چورلکه کې د طالبانو یو‌قومندان د ناوې د لېږد منلو او ویډیوګانو خپرېدو وروسته، د طالبانو ویاند قاري یوسف احمدي هغه دروغ او د دوښمن تبلیغات وبلل.

د طالبانو ویاند دا نه دي ویلي چې که د ناوې لېږد ریښتیا نه دی، نو پوځي چورلکې د لوګر په دغه استوګنیزه سیمه کې د څه لپاره ناسته کړې وه.

خو دغه موضوع او د طالبانو ویاندویانو د دروغو او پټولو دوام: د طالب جنګیالیو او د دوی رسنیز ملاتړو کلک غبرګونونه راپارولي دي.

له بلي خوا د طالبانو یو ملاتړي حبیب الرحمن لوګري لیکلی چې دخوست هوایي ډګر مسوول خپله مېرمن د لوګر د برکي برک ولسوالۍ له شاهمزار سیمې څخه خوست ولایت ته په پوځي چورلکه کې لېږدولې ده.

د طالبانو رسنیز فعال غازي آشنا د احمدي د دروغو په غبرګون کې په ملنډو سره لیکلي چې دولت وزیري (په تېر حکومت کې د دفاع وزارت ویاند) ته دنده ورکړﺉ چې ډېره تجربه لري او څوک دلیل هم نشي ویلی.

په ورته وخت کې یو طالب جنګیالی، قاري عمر لړګري لیکلي چې په چورلکه کې له لوګر څخه، خوست ته د یو طالب قومندان د مېرمن لېږد سل په سله حقیقت لري. نوموړي زیاته کړې چې د ملت سترګو ته خاورې مه شیندئ.

د طالبانو د یاد ویاند دغه دروغ خبرو د طالب جنګیالیو پراخ غبرګونونه راپارولي او نوموړی يې د غني د حکومت ویاندویانو د دروغو سره پرتله کړی او ځینو يې پوښتنه کړې چې موږ د دې ورځې لپاره جنګېدلي یو چې په چورلکه کې زموږ د قومندانانو مېرمنې ولېږدول شي؟

اړوند لیکنې

یو نظر پریږدئ