په شمال کې په تېره بيا په پنجشېر، اندراب او تخار کې د طالبانو له لښکر کشۍ وروسته د رسنيو يو شمېر پښتانه فعالان د هغه په اړه اعتراض کړی او دا يې د قومي جګړې پيل بللی.
پښتون پېژندل شوي خبریال احمد ولي سرحدي په یو ټویټ کې لیکلي: «پرون د پښتانه او کندهاري په نامه ځورول کېدل او وژل کېدل او نن یو شمېر د پنجشېري او اندرابي په نامه ځورول کېږي.»
ښاغلي سرحدي زیاته کړې چې دا وضعیت له هېواد سره ستر خیانت دی. هغه طالبانو ته ویلی چې باید خلکو ته ډاډ ورکړي چې هیواد به د یوې بلې جګړې او تجذيې په لور نه بیایي.
خو تاجک سیاسي فعال آثار حکیمي په یو ټویټ کې ليکلی «ددغه جنایت په وړاندي چي په قومي موخه سرته رسيږي (د پښتانه طالبانو له خوا د تاجکانو وژل) له سیاسي مشره نیولی تر مدني فعاله او د بشري حقونو مدافع ټول غلي دي او په ضمن کي وايي چې طالبان د پښتنو استازي نه دي.»
ښاغلي حکیمي زیاته کړې «د موټرو کاروان د پښتني سیمو له ځوانانو ډک او د پنجشیر او اندراب جګړو ته به راوستل کيږي، تر څو د دې خلکو ښځې او ماشومان یوازې د خپلو حقونو او آزادیو د دفاع په خاطر عام وژنه وشي او دا ځکه چې دوی تاجکان دي. څو نور د پښتنو د ظلم او برترۍ غوښتني په وړاندي و نه دریږي.»
دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې پښتانه نخبه وو له جنوب څخه شمال ته د طالبانو د لښکر کشۍ په اړه غلي دي. په افغانستان کې نازکو حالاتو ته په کتو، کارپوهان د طالبانو کړنې خطرناک او د قومي کورنۍ جګړې پیل بللي.
8 تبصرې
Good article with great ideas! Thank you for this important article. Thank you very much for this wonderful information.
We always follow your beautiful content I look forward to the continuation.
I m going to bookmark your web site and maintain checking for brand spanking new information.
I am truly thankful to the owner of this web site who has shared this fantastic piece of writing at at this place.
I do not even understand how I ended up here but I assumed this publish used to be great
This is my first time pay a quick visit at here and i am really happy to read everthing at one place
I m going to bookmark your web site and maintain checking for brand spanking new information.
I m often to blogging and i really appreciate your content. The article has actually peaks my interest.