په شمال کې د جګړې په اړه د مارشال غبرګون: د اسلام له نوم څخه د توکمیزو موخو لپاره کار اخیستل موږ جدي اقدام ته اړوي

لخوا Aamaj News

له جنوب څخه شمال ته په تېره بیا پنجشېر، اندراب او تخار ته د طالبانو له لښکرکشۍ وروسته د جنبش ګوند مشر، مارشال عبدالرشید دوستم غبرګون وښودلی.

ښاغلي دوستم ویلی: «په افغانستان کې د طالبانو له واکمنۍ نه د شاوخوا نهو میاشتو له تېرېدو وروسته دا هېواد د بدو پېښو او حالاتو شاهد دی چې زموږ ټولو لپاره د ژورې اندېښنې وړ دي. سیاسي انارشۍ، له بشري حقونو سرغړونې، د ښځو د حقونو او ازادۍ تر پښو لاندې کول او ګواښل، د اعتراض کوونکو ځپل او تاوتریخوالی، د پخوانیو پوځیانو تعقيب او ترور، په خپل سر نیوني او صحرایي محکمې په افغانستان کې د طالبانو د واکمنۍ مهمې برخې دي چې د خلکو د دوامداره نارضایتۍ لامل شوی.»

د جنبش ګوند مشر زیاته کړې: «طالبانو په دې وروستیو ورځو کې د سمنګان او پنجشېر ولایتونو په مختلفو سیمو، د بغلان ولایت اندراب ولسوالۍ او د تخار ولایت په ورسج ولسوالۍ کې د ملکي وګړو په وژلو سره د اسلامي، انساني او بشري ضد جنایتونو ته لاس پوري کړی د اپوزیسیون او مقاومت کوونکو د ځپلو په پلمه یو شمېر مظلوم او بې ګناه ملکي وګړی د طالبانو په وړاندي د ملي مبارزینو سره د همکارۍ په تور په ډزو وژلي. شواهدو ته په کتو سره دا کړني د بشریت ضد او جنګي جنایتونو ښکاره بېلګه ده.»

مارشال عبدالرشید دوستم زیاته کړې چې د طالبانو واکمني د دوی له لومړۍ دورې سره هيڅ توپیر نه لري او اوس د اوکراین جګړې ته د نړۍ د تمرکز له وجهي وژنو او جنایتونو ته لاس پوري کوي.

مارشال دوستم وویل چې د ده د پام وړ چوپتیا یو لامل د سولې د پرمختګ او د وینې تویولو د بندولو او په افغانستان کې د یوه ټول شموله نظام د رامنځته کېدو په اړه څېړنه ده. خو د هغه په وینا: «د افراطيت وده، د ګړندي فشارونو زیاتوالی، د اسلام د سپېڅلي دين د احکامو نه سلیقوي اخيستنه او د حاکميت له تورې څخه د توکميزو او کلتوري استبداد لپاره ناوړه ګټه اخيستل موږ دې ته اړ باسي چې جدي اقدام وکړو او د ټولو منفي اړخونو پر وړاندې چی زمږ له دین او ملی کلتور سره هیڅ تړاو نه لري اقدام وکړو.»

دا غبرګونونه په داسې حال کې کېږي چې طالبانو له جنوب څخه شمال ته جنګیالي استولی او په ځینو ځایونو کې یې ملکي وګړي وژلي دي. کارپوهان دغه وضعیت ته په هیواد کې د قومي او کورنۍ جګړې د پیل په سترګه ګوري.

اړوند لیکنې

یو نظر پریږدئ