د عدلیې وزارت پخواني وزیر فضل احمد معنوي د مولوپ انصاري خبرو ته په غبرګون کې ویلي؛ هغه څوک چې د مسلمان وینه تویول مباح وګڼي، د انسان په څېره کې داړونکی ځناور دی.
د هرات ګذرګاه جومات امام مولوي مجیب الرحمن انصاري د طالبانو د علماوو ناستې په لومړۍ ورځ ویلي وو: «که څوک د اوسنې حکومت په وړاندې سر پورته کوي باید سر یې پرې شي.»
معنوي د نوموړي له خبرو څخه په ترخې نیوکې سره ویلي؛ عالم له خدای وېرېږي او وینې بهېدلو ته هڅونه نه کړي. معنوي زیاته کړې: «هر بې منطق او دروغجن هم عالم نه دی.»
نوموړې د دې په څرګندولو سره چې د ظالم عمر کم دی ویلي: «له ځان خوښ ګمراهان تل کرامت الهي نعمت ګڼي.»
مولوي انصاري چې د تېر حکومت سخت مخالف وو؛ یو ځل بیا یې کابل کې د طالبانو ناسته کې له دوی خپل پرېکنده ملاتړ اعلان کړ او یوه ترخه وینا کې یې د دوی مخالفینو ته خبرداری ورکړ. نوموړي ویلي چې خلک د طالبانو نظام د ساتنې لپاره باید له دوی سره ودرېږي.