د افغانستان ملي امنیت شورا پخواني سلاکار رنګین دادفر سپنتا د طالب علماوو ناستې جوړېدو ته غبرګون ښودلی او سولیي یې دي؛ چې طالبان په بنسټیز ډول د قانون حاکمیت، آزادۍ، بشر او ښځو حقونو او نړیوالو قوانیونو سره مخالف دي.
سپنتا په خپله ټوېټر پانه لیکلي؛ چې د علماوو ناستې جوړونه او یاده ناسته کې د طالبانو د رهبر خبرو، یو ځل بیا د دوی او د دوی د ملاتړ تبلیغ شوي دروغ ښکاره کړل.
د نوموړي په وینا؛ هغه ډول چې د نړۍ هېوادونو ویل، طالبانو هېڅ بدلون نه دی کړی. نوموړي لیکلي: «څه باندې څلور کالونه بهرنیو ډیپلوماټانو هڅه وکړه چې موږ په دې باور کړې چې طالبانو بدلون کړی او د ښځو حقونو او بشر آزادیو ته درناوی لري.»
سپنتا زیاته کړې؛ چې د دروغ لارې چارې لوړی افغانستان کې د زلمي خلیل زاد له لوري پیل شوې او وروسته نورو هېوادونو لکه روسیې، چین، او اروپایي هېوادونو هم په کې ګډون وکړ.
بل پلو د افغانستان ملي امنیت شورا پخواني سلاکار ټینګار کړی؛ چې د طالبانو په وړاندې باید سیاسي او مدني مبارزه پراخه شي.