وروسته له دې چي د کابل په لوېدیځ کی نني چاودني چي شاوخوا سلو تنو ته مرګژوبله واړوله، سیاسی څېرې، خبریالان او مدني فعالان په دې اړه کلک غبرګونونه ښودلي؛ له طالبانو انتقاد کړی او هغوی یې د دې پېښی پړ بللی دي.
د ولسی جرګې پخوانی غړی عارف رحمانی، نیوکه وکړه چي ګوا کي جمهوری دولت هم و نشوای کولای چي له هزارګانو دفاع و کړی، وایی چي طالبان د هزارګانو او شیعه ګانو د امنیت د ساتلو توان نه لري.
ښاغلی رحماني ټینګار وکړ چي هزارګان باید د ځان د دفاع لپاره فعال میکانیزمونه طرح او پلی کړی.
له بلی خوا، د پوهنتون استاد او سیاسی فعال، مسلم شیرزاد د دې پېښي په اړوند د ټوویټ په خپرولو سره هزارګانو ته ویلی: «په تیرو لسو کلونو کي؛ په ښوونځیو کي ووژلاست، په روغتونونو کي ووژلاست، په زانګو کي ووژلاست، په لاریونونو کي ووژلاست؛ نور نو څه ته ګورئ؟»
ښاغلی شیرزاد څرګنده کړه: «زه دا نه وایم چي څه وکړئ، داسی یو څه وکړئ چې په هر قیمت چي وي ستاسو د عام وژني مخه ونیسي؛ په هر قیمت.»
د افغانستان د ملي مقاومت جبهې د بهرنیو اړیکو مسئول علی میثم نظری هم غبرګون څرګند کړی او یلی دی: «پر هزارګانو باندی د کابل د نني ترهګریز برید د کورنیو سره خواخوږی یم.»
هغه زیاته کړېده: «طالب ترهګر د هیچا امنیت نه دی خوندي کړی، بلکې د ټولو ژوند يې په دوږخ اړولی دی.»
په ورته وخت کي مدنی فعال داوود ناجی وایي: «کله چې خلک وایی کار نشته، ډوډۍ نشته، آزادي نشته، دوی وایي چي موږ امنیت خوندي کړی دی. آیا دا هغه امنیت دی چی تاسو یې راوستلی دی؟»
په افغانستان کي د بښني نړیوال سازمان مسئوله سمیرا حمیدي هم چپه نده کښېنستلې او ویلی: «دا له یوې میاشتی څخه په کمه موده کي د څو بریدونو وروستۍ پېښه دهږ یوځل بیا زده کوونکي په نښه کیږيږ سوله چیرته ده؟»
په ورته مهال کی مدني فعاله هدا خموش وايی چي دا درد به د زرګونو ځانمرګو بریدونو د درد په څېر هېر شي او یوازینی کس چي کلونه کلونه به یې په سینه کي دا درد وي د دغو ځوانانو مور ده.
آغلې خموش زیاته کړېده: «موږ د خپلو ماشومانو د بدن د ټوټو، سرونو او جسدونو د ټولولو لپاره را ټولیږو؛ خو هیڅکله د خپل حق د غوښتلو لپاره مو ږغ ندی پورته کړی او نه یو ولاړ شوی.»
په همدې حال د بشري حقونو د خپلواک کمیسیون پخوانۍ رئیسه شهزاد اکبر ویلی دی؛ نن پر یو ښوونځي باندی یو بل برید لس تنه وژلی او زخمیان کړی دی، خو هیڅ څوک یې نه دی مسئول.
دا په داسی حال کي ده چي په کابل کي د طالبانو امینه قومندانۍ ویلی چي د کابل په لوېدیځ کي د نن ورځی په چاودنو کي شپږ کسان خپل ژوند له لاسه ورکړي او یوولس نور ټپیان دي.
خو عیني شاهدان وایي، په چاودنو کي لږترکږه ۲۵ کسان وژل شوی او شاوخوا ۷۰ نور ټپیان دي.
3 تبصرې
UV gradient assay generic cialis from india
buy cialis on line Lewison EF, Finney GG Jr
cialis online These results support the conclusion that erythromycin has an effect in reducing inflammation via modulation of NF ОєB activity