مهدي راسخ په ملګرو ملتونو سازمان کې: د طالبانو په رسمیت پېژندنه به په ټوله نړۍ کې د بنسټپالو او ترهګرو پرمختګونو سیلاب رامینځته کړي

لخوا Aamaj News

د ولسي جرګې پخواني استازي مهدي راسخ د ملګرو ملتونو سازمان پارلماني ټولنې په کلنۍ ناسته کې د خبرو پر مهال وویل؛ چې افغانستان طالبان نه دي، یو ملت دی، یو هېواد دی او څه باندې دېرش میلیونه انسانان دي.

نوموړي زیاته کړي؛ چې د افغانستان ترورېزم دولت، اقتصاد، انساني ارزښتونه، کلتور او هویت له منځه وړي.

راسخ د بېا ځلې لپاره په افغانستان کې د اقتصاد، د ولسواک سیاسي نظام، انساني ارزښتونو او بشر حقونو غوښتونکی شوی او زیاته کړې یې ده چې طالبان باید له دې فکر او کړنو سره باید په رسمیت ونه پېژندل شي.

نوموړي ویلي؛ د طالبانو په رسمیت پېژندنه به په ټوله نړۍ کې د بنسټپالو او ترهګرو پرمختګونو سیلاب رامینځته کړي او طالبانو ته ورته بنسټپالو سازمانونو ته د اوبو راګرځونکي بند د پرانیستلو په مانا دی؛ په دې مانا دی چې ټول کولی شي ورته لاره ووهي، دولت سقوط کړي او په پایله کې واک ته ورسېږي.

نوموړي زیاته کړي؛ چې نړۍ نه باید افراطیت او بنسټپالۍ ته تسلیم شي.

اړوند لیکنې

یو نظر پریږدئ