ترکیه کې د مارشال دوستم د لور لخوا د طالبانو ضد غونډه جوړه شوه

لخوا Aamaj News

د طالبانو له واک ته رسېدو او د جمهوریت له پرځېدو څه باندې یو نیم کال وروسته د لومړي ځل لپاره، استانبول کې مارشال دوستم د لور راحله دوستم لخوا د طالبانو ضد غونډه جوړه شوه.

دا غونډه د «افغانستان لاریونوالو ښځو څخه ستاینې» تر نوم لاندې، ترکیه کې د افغانستان سل‌ګونه استوګنو ښځو په ګډون، د یو شمېر ښځو په ویناوو او د پینځه ماده لرونکي پرېکړه لیک په خپرولو سره پای ته ورسېده.

د یادې غونډې په پرېکړه لیک کې ویل شوي، چې افغانستان کې د طالبانو یو نیم کال واکمنۍ په تېرېدو سره، هېواد لا هم یو سیاسي نظام او ځواب ویونکی حکومت نه لري او د طالبانو ډلې د نامشروع واکمنانو په توګه د افغانستان ټول وګړي یرغمل کړي او مدني او اسلامي حقونه یې ترې اخیستي.

په پرېکړه لیک کې زیاته شوې ده، چې د کړکېچ ژوروالي او بشري ناورین افغانستان د بل هر وخت په پرتله ډېر سیاسي انزوا ته وړی دی او د هېواد اقتصادي – ټولنیز بنسټ له بشپړې ویجاړۍ سره مخ دی.

په دې غونډه کې ویل شوي، چې د طالبانو واکمنۍ لاندې جوړښتیز دوه‌ګونی چلند، د خبریالانو، مدني ټولنې فعالینو او د بشر حقونو فعالینو نیول او شکنجه، د سیاسي شخصیتونو وژنې او ترور، د پخواني دولت د کارکوونکو نیول او قتل کول، د توکمیزې تصفیې لپاره دوه‌ګونی سیاست، د خلکو شخصي ملکیتونو په غنیمت نیول او غصب او اجباري کډې ورځ تر بلې مخ په ډېرېدو سره دوام لري.

د یادې غونډې په پرېکړه لیک یې یادونه شوې، چې افغانستان کې ښځې له خپلو ټولو انساني او اسلامي حقونو څخه بې برخې شوې دي او له نړیوالې تولنې غوښتل شوي، چې د ښځو له اساسي حقونو څخه له طالبانو سره د تعامل د وجه المعاملې په توګه کار وانخلي.

د یادې پرېکړه لیک په وروستۍ برخه کې راغلي، چې تولو نارینه دې په دې سختو شرایطو کې د ښځو تر څنګ ودرېږي او ښځې دې له «طالب بلاوو سره دې نفس نیونکې او سخته جګړه کې یوازې نه پرېږدي.»

د یادونې وړ ده، چې افغانستان کې د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته، د لومړي ځل لپاره د ترکیې هېواد د طالبانو ضد د ښځو ورته لویې غونډې ته اجازه ورکړې ده.

سرچینې آماج ته وایي، چې د طالبانو په وړاندې د ترکیې دولت سیاست په ځانګړي ډول د ښځو په وړاندې د انساني ضد قوانینو وضع کولو او د افغانستان شمال کې د تُرک وګړو د ځمکو له غصب وروسته د بدلېدو په حال کې دی.

له دې وړاندې هم د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان په یوه وینا کې د نجونو درس ویلو په اړه د طالبانو مخنیوی یو غیرانساني او غیراسلامي کړنه بللې وه.

اړوند لیکنې

یو نظر پریږدئ