جمعیت اسلامي، له طالبانو سره د خبرو لپاره مسکو ته د رباني سفر رد کړ

لخوا Aamaj News

جمعیت اسلامي ګوند د صلاح‌الدین رباني څانګې د یوې اعلامیې په خپرولو سره؛ د طالبانو حکومت صدراعظم مرستیال ملا عبدالغني برادر سره د خبرو لپاره د یاد ګوند د رئیس صلاح‌الدین رباني سفر دروغ وبللو.

د جمعیت ګوند د اعلامیې پر بنسټ، دا حزب د خپلو ارزښتونو په رڼا کې تل له بېلا بېلو اړخونو سره د شخړو او جګړو د پای ته رسولو لپاره، خبرو اترو ته ښه راغلاست وایي او که چېرې د داسې خبرو اترو اړتیا تشخیص شي، دا حزب به د خپلو غړو او خلکو سره د نږدې ناستو او مشورو وروسته، پرېکړه وکړي.

د جمعیت اسلامي ګوند ټینګار کړی، چې د افغانستان جګړې او شخړې د حل لپاره هر ډول مرکې او خبرې اترې هغه وخت به ګټورې وي چې یو جامع چوکاټ، پراخې او څو اړخیزې خبرې اترې رامنځته شي او هېڅ ګټور لوری د برخلیک ټاکلو په اړه د له ګډون څخه استثنا نه شي.

دا په داسې حال کې ده؛ چې له دې وړاندې ځینو رسنیو راپور ورکړی و، چې د مقاومت ملي جبهې رهبر احمد مسعود او د جمعیت اسلامي ګوند رهبر صلاح‌الدین رباني او د ولسمشرۍ ماڼۍ پخوانی مرستیال امرالله صالح د طالبانو حکومت صدراعظم لومړي مرستیال ملا عبدالغني برادر او د دفاع وزارت سرپرست ملا محمد یعقوب مجاهد سره د خبرو اترو لپاره مسکو ته ځي.

بل پلو د ملي امنیت پخواني رئیس رحمت الله نبیل ویلي و، چې ملا عبدالغني برادر او د دفاع وزارت سرپرست ملا محمد یعقوب په پټ ډول روسیې ته تللي.

همداشان د طالبانو حکومت اعلان کړی؛ چې ملا محمد یعقوب په یو سفر کندز ته تللی او د یاد ولایت له قول اوردو یې لیدنه کړې.

اړوند لیکنې

یو نظر پریږدئ