رباني: د سمبولیکو او فرمایشي غونډو جوړول د افغانستان ناورین لا غځوي

لخوا Aamaj News

د «صلاح الدین رباني» په مشرۍ د افغانستان اسلامي جمعیت ګوند د طالبانو لخوا د عالمانو شورا غونډې د ترسره کولو په اړه ویلي چې له مخکې ټاکل شوي اجنډا سره سمبولیکي او فرمایشي غونډې، ناورین او دیکتاتوري لا غځوي.

یاد ګوند زیاته کړې چې افغانستان په تدریجي توګه د تروریستي ډلو په امن پټنځای د بیا بدلېدو په حال کې دی.

د افغانستان اسلامي جمعیت ګوند نن (چهارشنبه د جنګاښ ٨مه) د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې طالبانو د شورا د الزامیت او ولسواکۍ سره په څرګند تعارض کې، مشروعیت د خلکو له ارادې نه؛ بلکې د زور له لارې د برلاسي برخه بولي او په دې باور دي چې د حاکمیت دوام د زور له لارې مشروعیت لري.

په اعلامیه کې راغلي چې د درواغ مشروعیت جوړوني او د غالب او مغلوب او ارباب او رعیت پر منطق ولاړ حاکمیت د بنسټ ټینګولو په موخه د جرګې یا شورا له مفهوم څخه ناوړه ګټه اخیستنه، نه یوازې د افغانستان ناورین نه هواروي بلکې د هیواد د ناکام تاریخ د تجربه کولو لپاره یو نامطلوبه طریقه زیاتوي.

جمعیت ګوند اضافه کړې؛ چې سمبولیکي، فرمایشي او له مخکې ټاکل شوی اجنډا سره له معیاري لارو لرز ناستې او د خلکو ټوله ییزې ارادې ته د استازي په ټاکلو کې رجوع نه کول، د ناورین او دیکتاتورۍ ننداره لا اوږدوي.

یاد ګوند زیاته کړې چې د طالبانو د واکمنۍ په جریان کې بشري او اقتصادي ناورین خپل اوج ته رسېدلی، کادرونه او متخصصین له مجبورۍ هیواد پرېږدي.

د یاذ ګوند په وینا د طالبانو په واکمنۍ کې افغانستان په نړیواله ټولنه کې په بې ساري ډول منزوي شوی، ښځې له ټولو ټولنیزو ډګرونو لرې شوي، د پوهنې سیسټم زیانمن شوی، عامه زیربناوي او بنسټونه په عملي ډول له کار لوېدلي او د قانون حاکمیت په یو غورځول شوی مفهوم بدل شوی.

اسلامي جمعیت څرګنده کړې چې د هیواد د ناورین څخه د وتلو او د مشروعیت له تشې څخه د تېرېدو یواځینۍ لاره، د سیاسي، هویتي، کلتوري بېلوالی منل او د خلکو رایو ته مخ اړول او د عامه حقونو منل او درناوی کول او د ټولو په سر کې د ښځو انساني او شرعي حقونو په منلو کې پټه ده.

دا په داسې حال کې ده چې ټاکل شوېده سبا (پنجشنبه) په کابل ښار کې د لویي جرګې په تالار کې د عالمانو غونډه ترسره شي.

اړوند لیکنې

2 تبصرې

click here for more info April 11, 2024 - 3:42 am

… [Trackback]

[…] Read More here on that Topic: aamajnews24.com/ps/rabani-taliban/ […]

ځواب
รับทำเว็บไซต์ WordPress April 16, 2024 - 9:59 am

… [Trackback]

[…] Read More here to that Topic: aamajnews24.com/ps/rabani-taliban/ […]

ځواب

یو نظر پریږدئ