قریشي: په افغانستان کې د کړکېچ دوام به د سیمې پر ثبات نامطلوب اغېز وکړي

لخوا Aamaj News

پاکستاني رسنیو نن (دوشنبه د کب دویمه) راپور ورکړی؛ چې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي د آلمان د بهرنیو چارو وزیر آنالنا بائربوک سره د افغانستان وضعیت په اړه ټلیفوني خبرې کړې دي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر په دې ټلیفوني خبرو کې ویلي چې یاد هېواد له افغانستان څخه د تخلیې په عملیاتو کې بنسټیز رول درلود او د یاد رول په دوام یې ټینګار کړی.

قریشي څرګنده کړې؛ چې پاکستان لاتراوسه د څه باندې ۹۰ زره کسانو د تخلیې بهیر آسانه کړی.

د یادو رسنیو د راپور پر بنسټ، شاه محمود قریشي په افغانستان کې د سولې او ثبات د تقویت لپاره د نړیوالې ټولنې له هڅو څخه د ملاتړ په موخه د پاکستان پر عزم ټینګار کړی.

قریشي په دې خبرو اترو کې په افغانستان کې د اقتصادي سقوط او انساني کړکېچ څخه د مخنیوي پر اړتیا ټینګار کړی او زیاته کړې یې ده؛ چې په دې هېواد کې د کړکېچ دوام به د سیمې او له هغې ورهاخوا پر ثبات نا مطلوب اغېز وکړي.

پاکستاني رسنیو له آنالنا بائربوم څخه په نقل قول ویلي؛ چې نوموړي له افغانستان څخه د تخلیې په عملیاتو کې د پاکستان له مرستې ستاینه کړې.

بائربوک په دې برخه کې د پاکستان د ملاتړ له دوام څخه هیله څرګنده کړې.

اړوند لیکنې

3 تبصرې

marketing online April 2, 2024 - 11:09 pm

Keep up the superb work, I read few content on this site and I think that your web blog is rattling interesting and has circles of good information.

ځواب
what does niksen mean April 15, 2024 - 7:13 pm

I am often to blogging and i really appreciate your content. The article has really peaks my interest. I am going to bookmark your site and keep checking for new information.

ځواب
metodología Growth Hacking April 17, 2024 - 6:43 pm

Super-Duper blog! I am loving it!! Will come back again. I am taking your feeds also

ځواب

یو نظر پریږدئ