قریشي د ملګرو ملتونو سازمان د بشر حقونو عالي کمېشنرې سره په لیدنه کې: په افغانستان کې د ښځو حقونو ته باید درناوی وشي

لخوا Aamaj News

د ملګرو ملتونو سازمان د بشر حقونو عالي کمېشنرې او د پکستان د بهرنیو چارو وزیر نن په افغانستان او پاکستان کې د بشر حقونو په تړاو خبرې وکړې.

د ملګرو ملتونو سازمان د بشر حقونو عالي کمېشنرې میشل باشله د پاکستان بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشی سره په خپله لیدنه کې ویلي؛ چې پاکستان باید د بشر حقونو څخه ملاتړ او پراختیااو اساسي آزادیو ته ژمن وي.

د پاکستان اسوشیټېډپرس د راپور له مخې، په یاده لیدنه کې دواړو لورو په افغانستان کې د بشر حقونو په اړه هم خبرې کړې دي. د ملګرو ملتونو سازمان د بشر حقونو عالي کمېشنرې او د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر ټینګار کړی؛ چې په افغانستان کې د بشر حقونو، په ځانګړي ډول د ښځو حقونو ته باید درناوی وشي او په دې اړه باید د افغانستان چارواکي ځواب ویوونکي ووسي.

قریشي له باشله سره په لیدنه کې له نړیوالې ټولنې غوښتي، چې د افغانستان له خلکو سره د بشردوستانه او اقتصادي مرستو په برخه کې پر خپلو ژمنو عمل وکړي.

اړوند لیکنې

یو نظر پریږدئ