قریشي: د افغانستان وضعیت د ډېر جدیت په لور روان دی

لخوا Aamaj News

پاکستاني رسنیو راپور ورکړی؛ چې د یاد هېواد د بهرنیو چارو وزیر د امریکا ولسمشر جو بایډن د وروستۍ پرېکړې په تړاو ویلي؛ چې د افغانستان خلک د دې غوښتونکي دي ترڅو د افغانستان کنګل شویو پیسو څخه د دوی د ستونزو د حل لپاره د ګټې اخیستنې اجازه ورکړل شي.

قریشي زیاته کړې؛ چې پاکستان له همغه لومړۍ ورځې څخه د افغانستان کنګل شویو پیسو د خوشي کېدو غوښتونکی و، چې دا مسأله په اسلام آباد کې د اسلامي هېوادنو د همکاریو سازمان په غونډه کې وړاندې شوې وه.

قریشي ټينګار کړي چې د افغانستان وضعیت د جدیت په لور روان دی او دا د ټولو ډولهییز مسوولیت دی تر څو له دې حالت سره مبارزه وکړي.

قریشي دا څرګندونې په داسې حال کې کړي؛ چې جوبایډن اجرایي فرمان صادر کړی چې پر بنسټ یې د مرکزي بانک ۷ میلیارده ډالره زېرمې یې د بشردوستانه مرستو او د سپټېمبر یوولسمې بریدونو د قربانیانو خپلوانو ته ځانګړې کړې دي.

اړوند لیکنې

یو نظر پریږدئ