د قطر امیر: طالبان دې د دوحې تړون ته غاړه کیږدي او د تېرو تېروتنو له تکراره دې ډډه وکړي

لخوا Aamaj News

د قطر امیر شیخ تمیم بن حمد آل‌ثاني یو ځل بیا د ملګرو ملتونو په عمومي غونډه کې ویلي چې طالبان باید د دوحې تړون ته غاړه کیږدي او د تېرو تېروتنو له تکرارولو ډډه وکړي.

د قطر امیر پرون د دغه سازمان په ۷۸مه غونډه کې زیاته کړی: «موږ د نړیوالو هڅو همغږي کولو ته دوام ورکوو او د ملګرو ملتونو، اړوندو هېوادونو او طالبانو ترمنځ د خبرو اترو زمینه برابروو، څو د دوحې د موافقې د رعایت ډاډ ترلاسه شي او د تېرو تېروتنو تکرار څخه مخنوې وشي.»

دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې د نړۍ هېوادونو په پرله پسې ډول پر طالبانو نیوکې کړي او ویلي یې دي چې دغې ډلې د طالبانو او امریکا ترمنځ د دوحې د سولې د هوکړې له مخې عمل نه دی کړی او تاوتریخوالی یې هم نه دی کم کړی.

اړوند لیکنې

یو نظر پریږدئ