«ان بی سي» شبکې خبر ورکړی چې په قطر کې د فوټبال نړیوال جام سیالیو له پیل سره سم، دغه هېواد ته د افغانانو د لېږدولو او له هغه ځایه امریکا ته الوتنې ځنډیږي.
ان بی سي دغه خبر نن (چهارشنبه د لړم ۴مه) د کډوالو د ملاتړو سرچینو، د امریکا د کانګرس د مرستیالانو او د قطر د حکومت له پلانونو خبر یوې سرچینې څخه نقل کړی دی.
قطري چارواکو ویلي دي: «هوډ لرو چې امریکا ته د افغان کډوالو د ایستلو الوتنې په داسې حال کې چې دغه هیواد راتلونکې میاشت د فوټبال نړیوال جام کوربه دی، ودروو.»
په راپور کې راغلي چې د روان کال د نوامبر په شلمه د نړیوال جام د پرانستې مراسمو او لومړۍ لوبې سره د قطر حکومت پرېکړه کړې چې په موقت ډول کابل ته الوتنې بندې کړي او د ویزو ورکول تر بلې خبرتیا پورې وځنډوي.
دا په داسي حال کې ده چې د قطر د کډوالو په کمپونو کې څو زره افغانان امریکا ته د الوتنې انتظار باسي او زرګونه نور افغانان په دغه هېواد کې په بې برخلیکي کې ژوند تیروي.