پوتین: د فشارونو له راوړلو څخه د لوېدېځ موخه، د روسیې او بلاروس د پراختیا د چټکوالي کمول دي

لخوا Aamaj News

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین تېره ورځ د بلاروس له ولسمشر سره په یوه خبري ناسته کې ویلي؛ چې لویدیځ به په هر صورت کې په روسیه او بلاروس بندیزونه وضع کړي.

د پوتین په وینا، لویدیځ هېوادونه هڅه مړې چې د دې لپاره یو لامل پیدا کړي.

د روسیې ولسمشر ویلي: “بندیزونه به په هر صورت کې وضع کېږي. که څه هم نن د اوکراین پېښو په اړه دلیل ولري او هم داسې دلیل شتون ونه لري.ځکه موخه توپیر لري.”

نوموړي ټینګار وکړ د فشارونو له راوړلو څخه د لوېدېځ موخه، د روسیې او بلاروس د پراختیا د چټکوالي کمول دي.

پوتین وویل؛ چې د بندیزونو وضع کولو د نړیوالو قوانینو یو فاحش نقض دی، خو هغه کسان چې اوس د بندیزونو په اړه خبرې کړي، یوازې هغه وخت ارزښت ورکوي چې د دوی په ګټه وي.

په ورته وخت کې د روسیې ولسمشر څرګنده کړې؛ چې له دې سره به تل د ناقونونه بندیزونو لپاره یو دلیل شتون ولري او دا بې له ناعادلانه سیالۍ بل څه نه دي او د بندیزونو فشار “په بشپړ ډول نامشروع” دی.

له دې سره، نوموړي د دې پوښتنې په ځواب کې د غرب له لوري د بندیزونو وضع کېدو په وخت به، څوک له روسیې او بلاروس سره مرسته وکړي، وویل چې مسکو او مېنسک باید له دې اړه خپل ځان سره مرسته وکړي او د بلاروس ولسمشر لوکاشنکو سره یې د لیدنې موخه هم همدا وه.

پوتین د دواړو هېوادونو په وړاندې د بندیزونو د څرنګوالي په اړه نور مالومات ورنه کړل، خو ویې ویل چې تل له داسې بندیزونو سره د مقابلې لپاره یوه حل لاره شته.

ولادیمیر پوتین خبرداری ورکړی، چې د امریکا له لوري د بندیزونو په وضع کولو سره دا هېواد خپله هم د بندیزونو له پایلو سره مخ شي.

دا په داسې حال کې ده؛ چې امریکا او د ناټو غړو هېوادونو دا احتمال کړی چې روسیه پر اوکراین د برید پرېکړه نیولې او لویدیځو هېوادونو خبرداری ورکړی، چې که روسیه پر اوکراین برید وکړي دا هېواد به سختو بندیزونو سره مخ شي.

اړوند لیکنې

یو نظر پریږدئ