پر اوکراین د روسیې برید؛ ولسمشر پوتین د سولې وړاندیز ورکړ

لخوا Aamaj News

د روسيې ولسمشر ولاديمير پوتين په اوکراين کې د پوځي بريد له دويمې ورځې وروسته په يوه وینا کې د سولې غوښتنه کړې ده. پوتین ویلي دي چې نوموړی خبرې اترې غواړي.

ولادیمیر پوتین ټینکار کړی؛ چې د مېنسک هوکړې پر بنسټ یې اوکراین ته دا فرصت ورکړی، چې د دونباس جمهوریتونه بیا ادغام کړي. نوموړي زیاته کړې چې اوکراین په مسکوني سیمو ډزې بندې کړي او هغه خلکو ته غوږ شي، چې هلته ژوند کړي.

د روسیې ولسمشر په دې بیانیه کې ویلي: “موږ غوښتل له متحده ایالاتو او اروپا سره خبرې وکړو؛ خو په ځواب کې خپلو پوښتنو ته له نه پاملرنې سره مخ شو.” پوتین زیاته کړې؛ چې په دې ټولو کالونو کې لویدیځ د اوکراین له رژیم ملاتړ کړی او دوی یې جګړې ته سوق کړي.

پوتین ټینګار کړی؛ چې کریمه روسیې پر ځان پورې نه ده تړلې؛ بلکې د ټولپوښتنې له لارې روسیې ته راګرځېدلې.

پوتین څرګنده کړې: “موږ په دونباس کې جګړه ونه کړه، په اوکراین کې کورنۍ جګړه وه.”

د روسیې ولسمشر ویلي؛ چې اوس اوکراین د دونباس جمهوریتونو برید کړی؛ چې د روسیې لخوا په رسمیت پېژندل شوي. نوموړي زیاته کړې؛ چې د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زلنسکي په یوه نړیواله مجمع کې د روسیې د ګواښلو لپاره هستوي وسلو درلودلو ته خپل میل اعلان کړی.

پوتین پر اوکراین د روسیې برید ته د سولې ساتلو نوم ورکړی او ټینګار یې کړی؛ چې دا کړنه یې یوازې د یو ګاونډي هېواد غیر پوځي کولو په موخه کړې چې هېڅ ملکي “ورور” زیان ونه ویني. د روسیې ولسمشر یوځل بیا ټینګار کړی، چې د سولې ملاتړی دی خو ویلي یې دي چې دا هېواد باید سوله تحمیل او متجاوزین آرام کړي.

د اوکراین دولت لا تر اوسه د ولسمشر پوتین دې وړاندیز ته ځواب نه دی ورکړی.

اړوند لیکنې

1 تبصره

Pure Electro Radio November 5, 2023 - 9:55 am

This is my first time pay a quick visit at here and i am really happy to read everthing at one place

ځواب

یو نظر پریږدئ