پوتین: امریکا او ملاتړي یې هڅه کړي روسیه له اوکراین سره په جګړه کړي

لخوا Aamaj News

د روسیې ولسمشر، ولادیمیر پوتین امریکا له اوکراین څخه د خپل هېواد د محدود کولو لپاره د یو ابزار په ډول پر ګته اخیستنې تورنه کړې.

د فرانس ۲۴ د راپور پر بنسټ، په څو وروستیو اونیو کې د یاد ناورین په اړه پوتین په خپلو څرګندونو کې، امریکا په اروپا کې د ناټو تړون ځواکونو په اړه د روسیې د اندېښنو په نالیدلو تورنه کړې.

پوتین زیاته کړې: “راځئ داسې و انګېرو چې اوکراین د ڼاټو غړی دی او خپل پوځي عملیات پیلوي. آیا موږ د ناټو په وړاندې جګړې ته لاړ شو؟ آیا څوک په دې هکله کوم ځواب لري؟ ظاهراً نه.”

نوموړي د کنايې په ډول وویل؛ چې که اوکراین له ناټو سره د یوځای کېدو خپلې هيلې ته ورسېږي، شاید نور غړي له روسیې سره جګړې ته راوباسي.

دا په داسې حال کې ده؛ چې د اوکراین پولو ته نږدې د روسیې پراخو پوځي صفونو چمتو کولو پر سر شخړې راپورته شوې.

خو روسیه پر اوکراین باندې د برید په اړه د غربي هېوادونو تورونه ردوي.

اوکراین غواړي د شمالي اتلانتیک تړون (ناټو) سره یوځای شي؛ خو روسیه یې په پوره زور سره مخالفت کړي هغه هم له خبراوي سره چې د خپلو پولو ترشا به د غربي پوځي تړون شتون ونه زغمي؛ له اوکراین سره یې خپله پوله کې د لسګونه زره پوځیانو د ځای پرځای کولو لپاره لاس په کار شوی.

روسیې له دې وړاندې په ۲۰۱۴م کال کې د اوکراین کریمه شبه جزیره په خپله خاوره پورې تړلې وه.

اړوند لیکنې

یو نظر پریږدئ