د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین تېره ورځ د افغانستان او تاجېکستان په مرزي پوله کې له امنیتي وضعیت څخه اندېښنه څرګنده کړه.
پوتین په داسې وخت کې په دې اړه اندېښنه څرګنده کړې، چې ورته وخت کې مسکو د تاجېکستان د ځواکونو د مجهزکولو د لومړي پړاو له پای ته رسېدلو خبر ورکړی.
ایترتاس خبري آژانس په دوشنبې کې د روسیې له سفیر څخه په نقل قول راپور ورکړی؛ چې زرهي موټر، د بریدونو درنې وسلې او د “اس ۳۰۰” راکټ دستګاه تاجیکستان کې ځای پر ځای شوي.
نوموړي زیاته کړې؛ چې د افغانستان وضعیت په دقیق ډول د روسیې او تاجېکستان تر څېړنې لاندې دی.
له دې وړاندې هم مسکو له افغانستان څخه په احتمالي ډول تاجېکستان او د شوروي پخوانیو جمهوریتونو اتحاد ته د سخت دريځ ډلو له دننه کې اندېښنه ښودلې وه.
دا په داسې حال کې ده؛ چې روسیې په همدې میاشت کې اعلان کړی و، چې تاجېکستان کې خپلې اډې په ۳۰ نویو ټاګونو سمبالوي.