پوتین: د اسلام پیغمبر ته سپکاوی، د بیان ازادی نه ده؛ د مسلمانانو د پاکو احساساتو ته زیان رسول دي

لخوا Aamaj News

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین وایي؛ چې حضرت محمد ص ته سپکاوی د هنري آزادۍ مصداق نه دی. ځکه، دغه کړنه ” د مذهبي آزادۍ تر پښولاندې کول او د مسلمانانو پاکو احساساتو کې خط اچول دي.” نوموړی زیاتوي چې د اسلام پیغمبر ته سپکاوی افراط ګرایی ته لمن وهي.

د روسیې تاس خبرې آژانس څخه په نقل، پوتین په ۲۰۱۵ کې په شارلي مجله باندې د دې امله چې د اسلام د پیغمبر کاریکاتور یې خپور کړی و، هغه برید ته په اشارې سره وویل؛ چې افراطي ډلې له داسې فرصتونو ګټه اخلي.

له هغې وروسته جې فرانسه کې د شارلي مجلې د حضرت محمد ص کاریکاتور خپور کړ، دوه وروڼو سعید او شریف کواشي په پاریس کې د یادې مجلې پر کارځای برید وکړ او د مشر په ګډون یې دولس کسان پکې ووژل.

هغه وخت کې فرانسې او ډنمارک د بیان آزادۍ څخه د ملاتړ په موخه د دغه کاریکاتور له خپرولو ملاتړ وکړ.

اړوند لیکنې

یو نظر پریږدئ