پوتین یو ځل بیا په افغانستان کې د ټولو توکمونو په ګډون د یوه ټول شموله حکومت د جوړېدو غوښتونکی شو

لخوا Aamaj News

د روسیې ولسمشر، ولادیمیر پوتین ویلي چې په افغانستان کې «د ټولو توکمونو په ګډون د یو ټول شموله حکومت جوړول» د روسیې او سیمې هېوادونو لپاره لومړیتوب دی.

د سپوتنیک د راپور له مخې، پوتین (چهارشنبه د لېندۍ ٢مه) د ډله ییز امنیتي تړون د مشرانو په غونډه کې وویل چې له افغانستان څخه د ګډ امنیتي تړون د سازمان هېوادونو خاورې ته د بېلابېلو نړیوالو ترهګریزو سازمانونو د ملیشو د نفوذ خطر لا هم لوړ دی.

نوموړي په دې غونډه کې وويل، هېواد يې په دې باور دى چې د افغانستان د ستونزې د ټولو مهمو اړخونو په اړه د ډله ييزو امنيتي تړونونو د سازمان په چوکاټ کې لا زياته همغږۍ یوه اړتيا ده.

د نوموړي په ​​وينا، د ترهګرۍ، افراطيت او نشه يي توکو د جرمونو د ګواښونو پر وخت کشف لپاره نږدې کار کول اړین دی.

دا په داسې حال کې ده چې پر افغانستان د طالبانو له واکمنۍ څه باندې ۱۵ میاشتې تیریږي خو لا هم هېڅ هېواد دغه ډله په رسمیت نه ده پېژندلې. د یو ټول شموله حکومت جوړول د نړۍ د هیوادونو د په رسمیت پېژندلو یو شرط دی

اړوند لیکنې

یو نظر پریږدئ