پوتین: لوېدیځ به هېڅکله د روسیې منزوي کولو ونه توانېږي

لخوا Aamaj News

ټاس خبري آژانس د. وسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین څخه په نقل قول راپور ورکړی؛ چې روسیه اجازه نه ورکوي د یاد هېواد د څو لسیزو پرمختګ خاورې شي.

پوتین تېره ورځ(دوشنبه) د استراتېژیکې پراختیا شورا په ناسته کې ویلي؛ چې روسیې د مخالفینو د وړاندوینو سربېره، خپل لسیزې پرمختګ نه خاورې کوي. نوموړي ویلي چې لوېدیځ به هېڅکله د روسیې په منزوي کولو ونه توانېږي.

نوموړي زیاته کړې؛ چې روسیه په بشپړ ډول بهرنیو پرمختللو محصولاتو ته له لاسرسي بې برخې شوې ده.

نوموړي ټینګار کړی: «مو دا درک کوو چې دا زموږ د هېواد لپاره یوه لویه ستونزه ده؛ خو د ځینو بد غوښتونکو د وړاندوینو سربېره؛ موږ خپل څو لسیزې پرمختګ نه معکوس کوو.»

د روسیې ولسمشر زیاته کړې:« موږ د موانع له لوی حجم څخه خبر یو، پر دې بنسټ روسیه به د ټکنالوژۍ ظرفیتونو څخه د ښې ګټې اخیستنې لپاره د نویو حل لارو په لټه کې وي.»

پوتین زیاته کړې: «زه درک کوم چې دا یوه پېچلې لاره ده. موږ ټول ښه ترې خبر یو. ښکاره ده چې نه شو کولی او نه غواړو له نورې نړۍ بېل ژوند وکړو.»

پوتین همداشان ټینګار کړی چې روسیه له نورې نړۍ نه بېلدونکې ده او یا یې شااوخوا ازغن سیم ووېستل شي.

دا په داسې حال کې ده؛ چې د روسیې او اوکراین ترمنځ د نښتو له پیل وروسته، د روسیې او لوېدیځ ترمنځ ژورې اختلافونه رامنځته شوي.

اړوند لیکنې

یو نظر پریږدئ