پوتین اوکرایني اوسېدونکو ته د روسیې تابعیت ترلاسه کولو آسانه کړل

لخوا Aamaj News

د روسیې ولسمشر، ولادیمیر پوتین داسې یو فرمان لاسلیک کړ چې له امله به یې د اوکراین ټولو اوسېدونکو ته د روسیې تابعیت ترلاسه کول د یو ساده بهیر له لارې د لاسرسي وړ وي.

د پوتین په دې اجرایوي فرمان کې راغلي؛ چې د روسیې وګړیتوب فدراسیون له قانون سره سم، د اوکراین اوسېدونکي، د دونتسک خلق جهموري، د لوهانسک خلق جمهوري او هغوی چې په دونتسک، لوهانسک یا اوکراین کې بې له تل پاتې تابعیت ژوند کوي، کولی شې له یوې ساده لارې څخه د روسیې تابعیت فدراسیون د منلو لپاره غوښتنلیک ورکړي.

خو اسوشیټېډ پرس تېره ورځ (دوشنبه) راپور ورکړی چې له دې کړنې موخه په جګړه ځپلي اوکراین کې د مسکو نفوذي پراختیا ده.

اوکرایني چارواکو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي. خو د کي‌یف چارواکو له دې وړاندې اوکراینيانو ته د روسیې وګړیتوب ورکولو پرېکړه غندلې وه او هغه یې د اوکراین ارضي تمایت ښکار نقض بللې وه.

دوی زیاته کړې چې د پوتین دا فرمان «د قانون له نظره باطل دی.»

د پوتین دا فرمان په داسې حال کې کېږي چې د (فېبروري په ۲۴مه) پر اوکراین د روسیې له برید وروسته؛ لا تراوسه په اوکراین کې زرګونه پوځیان ملکي وګړي وژل شوي او ټپیان شوي. او میلیونه نور کسان له خپلو کورونو بې ځایه شوي او یا هم د یاد هېواد پرېښودو ته اړ شوي.

اړوند لیکنې

یو نظر پریږدئ