د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین، د دوشنبې په ورځ د فرانسي ولسمشر امانوئل مکرون سره له لیدنې وروسته ویلي؛ که اوکراین له ناټو سره یو ځای شي، اروپایي هېوادونه به پوځي نښتې ته دننه شي.
سکای نیوز شبکې راپور ورکړی؛ چې پوتین له مکرون سره خپله لیدنه ګټوره بللې او ویې ویل چې له اوسني ناورین څخه “هېڅ ګټونکی” شتون نه لري.
د روسیې ولسمشر زیاته کړې چې د امنیت په اړه د مکرون نظریات حقیقت لیدونکي و او ښایي کییف ته له سفر وروسته یې بیا ورسره خبرې وکړي. ښایي مکرون نن د اوکراین له پلازمینې کییف څخه لیدنه وکړي.
پوتین څرګنده کړې: “موږ هوکړه کړې چې د اوکراین پلازمینې ته له سفر وروسته، بیا له یو بل سره اړیکه ونیسو او د اوکراین د کړکېڅ د مسألې په اړه نظرونه تبادله کړو.”
دا په داسې حال کې ده؛ چې داوکراین پوله کې د روسیې د ځواکونو صفونو جوړولو باندې شخړې راپورته شوې دي.
خو روسیه په اوکراین باندې د برید په اړه د غربي هېوادونو تورونه نه مني.
بل پلو آلمان او امریکا متحده ایالاتو؛ روسیې ته ګواښ کړي چې که په اوکراین برید وکړي، له سختو بندیزونو سره به مخ شي.