ملګرو ملتونو سازمان، اروپایي ټولنه، د بریتانیا او آلمان سفارتخونې: ژر تر ژره د لاریونوالو نجونو د روغتیا په هکله دې څېړنه وشي

لخوا Aamaj News

په دوحه کې د افغانستان لپاره د آلمان او بریتانیا سفارتخونو په یو لړ ټویټونو کې د ورک شویو لاریونوالو نجونو د برخلیک نه مالومېدو څخه اندېښنه ښودلې.

د آلمان سفارت زیاته کړې؛ چې اړتیا ته ژر تر ژره د دغه نجونو د روغتیا او ساتنې د ځای په اړه څېړنه وشي.

د بریتانیا سفارت هم په افغانستان کې د فعاله ښځو د ورکېدو څخه اندېښنه څرګنده کړې. په ورته وخت کې د افغانستان لپاره د اروپایي ټولنې ځانګړي استازي توماس نیکلاسون په طالبانو تُنده نیوکه کړي او ویلي یې دي چې په خپل سري ډول د ښاریانو نیول له بشر حقونو څخه د ملاتړ اعلام شویو ژمنو خلاف کړنه ده.

له دې سره، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سازمان دمعاونت هیئت یا یوناما هم ویلي “په ژوره توګه ورکو شویو نجونو ته په اندېښنه کې یو.”

یوناما په یوه خبرپاڼه کې لیکلي چې یاد سازمان ځانګړي استازي د طالبانو صدراعظم مرستیال سره په لیدنه کې د لاریونوالو نجونو له ورکېدو اندېښنه ښودلې.

دا په داسې حال کې ده، چې لا تراوسه د کابل واټونو څلورو ورکو شویو لاریونوالو نجونو له برخلیک څخه مالومات نشته. خو طالبان وایي چې د یادو لاریونوالو نجونو د ورکېدو په اړه د مالوماتو راټولولو په لټه کې دي.

اړوند لیکنې

یو نظر پریږدئ