د نقاب ټپل؛ امریکا: د ښځو پر وړاندې د طالبانو کړني له نړۍ سره د دوی پر اړیکو منفي اغېز کوي

لخوا Aamaj News

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ښځو د جبري حجاب په اړه د طالبانو د نوي طرحی نه اندېښنه ښودلې او ویلی چي د ښځو او بشر حقونو د مسايلو په وړاندې د طالبانو کړني له نړیوالي ټولني سره د دوی پر اړیکو منفي اغېز کوي.

دغه وزارت زیاته کړې چې کوم مشروعيت چي طالبان له نړیوالي ټولني څخه يې تمه لري د ښځو او نجونو په وړاندي د دوی له چلند سره اړیکه لري.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند، ند پرائس په یوه بیانيه کې ویلي: «موږ ژوره اندېښنه لرو چې هغه حقونه او پرمختګونه چې افغان ښځو او نجونو په تېرو شلو کلونو کې تر لاسه کړي او ترې برخمني وې، اوس د له منځه تتلو په حال کي دي.»

طالبانو پر ښځو باندي د محدودیتونو لګولو په دوام کي، د ښځو لپاره یې د حجاب اغوستل «فرض او اړین» اعلان کړ، او د حجاب تر ټولو غوره ډول یې د (چادرۍ) اغوستل بللی دی.

اړوند لیکنې