نړیوال بانک: په افغانستان کې خوراکي توکو ته د لاس رسي نه لرونکو کسانو شمېر دوه برابره شوی

لخوا Aamaj News

نړیوال بانک د افغانستان په اړه د یوې نوې پلټنې پایلې خپرې کړي، چې ښايي د افغانانو تر منځ خوراکي توکو ته اړتیا په بې ساري ډول لوړه شوې ده.

په دې پلټنه کې له ۵۰۰۰ څخه زیاتو خلکو سره د تلیفون له لارې مرکې شوي.

د پلټنه کې راغلي؛ چې ۷۰ سلنه افغانان د خپلو خوراکي او غیر خوراکي اړتیاوو د پوره کولو توان نه لري او په دې هېواد کې روغتیايي خدمتونو ته لاسرسی په بېساري ډول کم شوی.

دغه بانک ویلي؛ چې د افغانستان نیمايي وګړي نشي کولی درې وخته ډوډۍ ته لاسرسی ولري؛ په داسې حال کې چې د تېر کال د جولای او اګست میاشتو ترمنځ دغه شمېره ۲۵ سلنه یا څلورمه برخه ته رسیدلی ده.

نړیوال بانک ویلي چې په ښارونو او کلیو کې د کار په لټه کې د خلکو شمېر په بې ساري ډول زیات شوی. په داسې حال کې چې د کار فرصتونه له منځه تللي.

همدارنګه په دې پلټنه کې ټینګار شوی چې په افغانستان کې ډېری کورنۍ د خوراکي توکو د کیفیت او کمیت له سخت کمښت سره مخ دي او دا وضعیت ورځ تر بلې خرابیږي.

دا په داسې حال کې ده؛ چې تېره ورځ په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږي کوونکي رامسر الکبروف ویلي وو؛ چې د ۲۰۲۱ کال له جنوري راهیسې په دغه هېواد کې د فقر کچه له ۱۴ میلیونو څخه ۲۳ میلیونو کسانو ته د ۲۰۲۲ کال په مارچ کې لوړه شوې ده.

دغه سازمان همداشان زیاته کړې وه، چې په افغانستان کې د اړمنو کسانو لپاره له هڅو سره تر اوسه لسګونه زره کسان د خوړو خوندیتوب نه لري او له سختې خوارځواکۍ سره مخ دي.

د يادونې وړ ده، چې د تېر حکومت له سقوط سره د نړيوالې ټولنې مرستې ودرېدې، پروژې بندې شوې او د افغانستان شتمنۍ کنګل شوې. دې وضعیت د خلکو پر اقتصادي ستونزې اغیز وکړ.

اړوند لیکنې

یو نظر پریږدئ