افغانان اړ دي چې د خپلو کورنیو د تغذیې لپاره خپل پښتورګي وپلوري

لخوا Aamaj News

په افغانستان کې د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته، دا هېواد په مالي کړکېچ کې ډوب دی او له لسیزو جګړې وروسته انساني وضعیت ترینګلی شوی.

بهرنی مرستې چې یو وخت به یې د افغانستان ملاتړ کړ، اوس شتون نه لري او اوسنی حکومت هم له افغانستان څخه بهر د هېواد شتمنیو څخه بې برخې دی.

د فرانسې خبري آژانس له یو شمېر افغانانو سره په خبرو اترو کې راپور ورکړی؛ چې د دې هېواد خلک د خپلو کورنیو د تغذیې لپاره د پښتورګو پلورلو ته اړ کېږي.

د هرات ولایت اوسېدونکي نورالدین چې د کورنۍ ژغورلو لپاره یې د بدن یو غړی قرباني کړی، د فرانسي خبري آژانس سره په خبرو کې یې ویلي: “زه اړ شوم تر څو د خپلو ماشومانو لپاره دا کړنه ترسره کړم، ځکه ما بله هېڅ لاره نه درلوده.”

بل پلو افغانستان کې د روغتیا یوشمېر پوهان دا کړنه ناقانونه بولي.

د هرات روغتون یو جراح محمد بصیر عثماني، د فرانسې خبري آژانس ته ویلي: “موږ هېڅکله دا نه ده څېړله چې ناروغ یا اهدا کوونکی له کوم ځای راغلی یا څنګه دی، دا زموږ دنده نه ده.”

په ورته وخت کې؛ دې راپور کې راغلي، چې طالب چارواکو په دې اړه په ځواب کې کومه څرګندونه نه ده کړې.

دا په داسې حال کې ده؛ چې افغانستان کې د طالبانو حکومت په رامنځته کېدو او د امریکا لخوا د دې هېواد نږدې لس میلیارده امریکایي ډالره ارزي زېرمو کنګل کېدو وروسته، اقتصادي ناورین د افغانستان ګوټ ګوټ تت ځان رسولی او دا ناورین د هېوادوالو تر منځ د بېوزلۍ او لوږې لامل شوی.

اړوند لیکنې

یو نظر پریږدئ