د ژغورلو نړیواله کمیټه وایي چې د افغانستان ۹۷ سلنه خلک له بېوزلۍ سره مخ دي. دغه کمیټې خبر ورکړی، چې که د افغانستان کړکېچ ته لاسرسی ونه شي، په دې هېواد کې لوږې له امله مړینې به، د ۲۰ کلنې جګړې له مرګ ژوبلو ډېرې وي.
دغه کمیټې نن د یو راپور په خپرولو سره ویلي؛ چې په افغانستان کې د وتک له بدلون شپږ میاشتې وروسته، د دې هېواد ګوټ ګوټ کې بشردوستانه اړتیاوې په چټکۍ سره ډېرې شوې دي.
د دې کمیټې په وینا؛ په افغانستان کې شااوخوا ۲۳ میلیون کسان د خوړو سختې ناامنۍ سره مخ دي او همداشان یو میلیون کسان د سختې خوار ځواکۍ له خطر سره مخ دي.
دغه کمیټې ویلي؛ چې که په افغانستان کې انساني کړکېچ ته رسېدنه ونه شي، کولی شي د شل کلنې جګړې له مرګژوبلې یې مړینې ډېرې شي.