په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د استازولۍ مرستیال او سرپرست، مارکس پوتزل وايي چې په افغانستان کې رسنۍ سرچینې نه لري له او د رسنیو لپاره فضا ورځ په ورځ کمېږي.
یوناما تېره ورځ (پنجشنبه، وږي ۱۰مه) په یوه ټویټ کې لیکلي چې مارکس پوتزل له افغان رسنیو سره د پیوستون د څرګندولو په موخه له طلوع نیوز تلویزیون څخه لیدنه کړې ده.
یوناما زیاته کړې ده: «یوه پرمختللې او خپلواکه رسنۍ د یوې ګڼ پالې ټولنې انعکاس دی، افغانستان په دې ورځو کې د داسې رسنۍ له کمښت سره مخ نه دی.»
په افغانستان کې د طالبانو له واکمنۍ وروسته، پر خبریالانو او رسنیو د فشارونو، ګواښونو او وېرولو تر څنګ، د پام وړ شمېر رسنیو خپلې خپرونې بندې کړې دي.
د بې سرحده خبریالانو د راپور له مخې، د طالبانو د واکمنۍ په یوه کال کې ۴۰ سلنه د افغانستان رسنۍ تړل شوې دي.
1 تبصره
… [Trackback]
[…] Read More Info here on that Topic: aamajnews24.com/ps/potzel-unama/ […]