د ملګرو ملتونو سر منشي آلمانی مارکس پوتزل د یوناما سیاسي مرستیال په توګه وګمارلو

لخوا Aamaj News

د ملګرو ملتونو سرمنشي آنتونیو ګوترش آلمانی مارک پوتزل د ډنمارکي ډيپلوماټ مټه نودسن پر ځای د یوناما سیاسي مرستیال په توګه وګمارلو.

د ملګرو ملتونو په اعلامیه کې راغلي چې د یاد سازمان د استازي نوی مرستیال په نړیواله کچه د ۲۷ کاله ډیپلوماټیک ماموریت ترسره کولو تجربه لري.

نوموړی له ۲۰۱۴ کال څخه تر ۲۰۱۶ کال پورې کابل کې د آلمان سفیر وو او له ۲۰۱۷ کال څخه تر ۲۰۲۱ کال پورې افغانستان کې د یاد هېواد ځانګړی استازی وو.

ښایي پوتزل په داسې حال کې افغانستان کې خپل نوی ماموریت پیل کړي چې د طالبانو په لاس د دې هېواد له سقوط وروسته، په بهرنیو تپ بانکونو کې د افغانستان د شتمنیو کنګل کېدل او دې هېواد ته د پراختیایي مرستو بندیدل، په افغانستان کې یو لوی انسانی ناورین ته لمن وهلې.

د یوناما سیاسي مرستیال په داسې حال معرفي شوی؛ چې دیبورا لاینز تازه په افغانستان کې د یاد سازمان د استازې په توګه خپل ماموریت پای ته ورسولو.

لاینز په ۲۰۲۰م کال کې په یاد مقام وګمارل شوه او لا یې ځای ناستی نه دی معرفي شوی.

اړوند لیکنې

یو نظر پریږدئ