واشنګټن پوسټ: د افغانستان مالیې وزارت وروستی وزیر اوس په واشنګټن کې د «اوبر ټکسي »چلوي.

لخوا Aamaj News

خالد پاینده، د اشرف غني د حکومت د مالیې وزارت وروستي وزیر له هېواده تر وتلو وروسته؛ په امریکا کې ټکسي چلولو ته مخه کړې. نوموړی وايي، د خپلې کورنۍ د ملاتړ لپاره یې دې کار ته مخه کړې.

واشنګټن پوسټ د یاد پخواني وزیر د ټکسي چلولو په اړه مفصل راپور خپور کړی دی. پاینده، چې اوس د اوبر ټکسي شرکت لپاره موټر چلوي، نوموړي دغه ورځپاڼې ته یې ویلي، په خپل هېواد کې د ډیموکراسۍ او بشري حقونو لپاره د امریکا مبارزه یوه “ننداره” وه.

پاینده زیاته کړه: “که په جدي توګه ووایم، موږ د اصلاحاتو لپاره ډله ییز اراده نه درلوده.” نوموړی وایي چې د خپل ټکسي چلولو د دندې لپاره شکر ادا کوي او دا چې د روزګار څخه مایوسه شوی نه دی، د نوموړي لپاره د اهمیت وړ خبره ده .

پاینده دا هم وویل چې نوموړی ځان ملامتوي او زیاته یې کړه؛ چې هغه هیله درلوده دا چې هغه به هیڅکله د ۲۰۲۰ په پای کې د مالیې وزیر څوکۍ ونه مني.

پاینده څرګنده کړه: “ډیرې بدمرغۍ مو ولیدلې او موږ ناکام شو. زه د ناکامۍ یوه برخه وم. سخته ده؛ کله چې د خلکو بدبختۍ ته ګورئ او د مسؤلیت احساس کړئ.”

نوموړی د ټکسي چلولو سربیره؛ د جورج ټاون پوهنتون کې د میلمه ښوونکې په توګه هم کار کوي؛ خو د نوموړي په وینا د دغه پوهنتون معاش نشې کولای د هغه د ژوند لګښتوته پوره کړي.

هغه اوس د امریکا په ویرجینیا ایالت کې له خپلې مېرمنې او څلورو ماشومانو سره ژوند کوي.

خالد پاینده د ډیر لنډ وخت لپاره د افغانستان د مالیې وزیر و. خو د طالبانو په لاس د افغانستان له سقوط یوه اونۍ وړاندې هغه د افغانستان له تښتېدلي ولسمشر اشرف غني سره د اختلاف له امله له خپل مقام استعفا وکړه او له خپلې کورنۍ سره په امریکا کې یو ځای شو.

اړوند لیکنې

یو نظر پریږدئ