طالبان: له کابل ښاره سوالګر راټولوو

لخوا Aamaj News

طالبانو د ملا برادر په مشرۍ په یوه غونډه کې له کابل ښار څخه د سوالګرو د ټولولو خبر وکړ.

د طالبانو د لومړي وزیر د مرستیال رسنیز دفتر په یوه خبرپاڼه کې لیکلي چې د طالبانو مشر ملا هبت الله دوی ته امر کړی چې د ښار سوالګرو ته پام وکړي.

د طالبانو د لومړي وزیر اقتصادي مرستیال، ملا برادر په دې ناسته کې ویلی ”ډېر ژر به په کابل ښار کې د سوالګرو د راټولولو کار پیل او د نورو بنسټونو په همکارۍ به د هغوی ستونزې هوارې شي.“

په دې غونډه کې ویل شوی چې د سوالګرو له سرپرستانو ژمنه اخیستل کیږې چې بیا به سوال نه کوي.

په دې غونډه کې وویل شول هغه سوالګر چې مسلک یې زده وي بایومټریک کیږي او په اړونده برخه کې به ورته د کار زمینه برابره شي او هغه ماشومان چې سوال کوي د زده کړې زمینه به ورته برابره شي او هغه سوالګر چې څه نه شي کولای معاش ورته ټاکل کیږي.

دا خبرې په داسې حال کې کېږي چې د طالبانو له واکمنۍ وروسته او له دغه هېواد سره د مالي مرستو بندېدو سره، بېکاري او بې وزلي ټولشموله شوې او هېڅ اقتصادي پلان نه دی پلی شوی.

دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د پراختیايي ادارې استازي په تازه راپور کې اعلان کړی چې د دغه دفتر د اټکل له مخې، د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته په دغه هېواد کې ۷۰۰ زره دندې له منځه تللي دي.

اړوند لیکنې

یو نظر پریږدئ