په افغانستان کې د پولیو واکسین څلور ورځني کمپاین له پیل سره به؛ نږدې لس میلیونه ماشومان واکسین شي

لخوا Aamaj News

له ماشومان څخه د ملاتړ صندوق (یونیسف) نن (دوشنبې، د قوس ۲۲ مه) د یوې اعلامې په خپرولو سره خبر ورکړی. چې د افغانستان ګوډ ګوډ کې یې د څلور ورځو لپاره د ماشومانو د فلج يا پولیو واکسین کمپاین په لاره اچولی او ښایي چې په افغانستان کې د ډسېمبر له ۱۳ مې تر ۱۶ نېټې ۹،۹ میلیونه ماشومان واکسین شي.

د یاد بنسټ په وینا؛ ښایي یاد بهیر د هېواد په ختیځ او سویل ختیځ زون کې راتلونکې اونۍ پیل شي، همداشان دا د افغانستان په ګوډ ګوډ د یادو وامسینو دا څلورمه دوره ده او په هغه سیمو کې چې له دې وړاندې د امنیتي ستونزو له امله نه و ترسره شوي، دا به یې دویم ځل وي.

په افغانستان کې د روغتیا نړیوال سازمان استازي، داپنګ لو ویلي؛ موږ هغږڅه کړو تر څو د افغانستان په ګوډ ګوډ کې لا ډېر ماشومان واکسین شي او اړتیا ده چې په دوامداره توګه په هغه سیمو کې چې پخوا ورته لاسرسی نه و، اوس واکسنو ته لاسرسی ومومي. تر څو د ماشومانو د پولیو په وړاندې چټک معافیت رامنځته شي.

دا په داسې حال کې ده؛ چې د روغتیا نړیوال سازمان د مالوماتو له مخې، په روان کال کې افغانستان کې د ماشومانو د فلج یوازې څلور پېښې ثبت شوې دي، چې یوه پېښه غزني او درې نورې کندز ولایت کې ثبت شوې دي.

اړوند لیکنې

یو نظر پریږدئ