د پولنډ صدراعظم: اروپا روسیې ته سیاسي او اقتصادي مخ کېدنه کې ماته وخوړله

لخوا Aamaj News

د پولنډ “لهستان” صدراعظم ماتئوش موراویسکی “ډیلي تلګراف” ته په یو یادښت کې ویلي چې اروپا روسیې ته د سیاسي او اقتصادي مخ کېدنې د بایللو په حا کې ده.

موراویسکي زیاته کړې: “د روسیې د مخ پر زیاتیدونکي ګواښ په وړاندې، اروپایي حکومتونو په پراخه کچه شرموونکي غبرګون ښودلی دی. مشران له کرملین سره د سوداګریزو اړیکو د پرې کولو جرئت او هوډ نه لري. د اروپا په غاړه کې حلقې تنګ دي، نه د مسکو په غاړه.

نوموړی همدا راز زیاتوي چې اروپا اوس نه یوازې له اقتصادي پلوه؛ بلکې په سیاسي لحاظ یې هم روسیې ته بایلي.

د پولنډ لومړي وزیر ادعا کړې چې مسکو د خپلو “دردناکه منطقي” سیاستونو له لارې د اروپا له ضعفونو څخه په “بې حسي او ګټوره توګه” ګټه پورته کوي.

د هغه په ​​وينا، پر روسي ګاز د اروپا تړل کېدو یاد هېواد ته دا فرصت ورکړ، چې د اوکراين د حاکميت اړوند پرېکړو اغېز وکړي.

نوموړي ویلي؛ چې دې ګواښ په وړاندې په ټوله اروپا کې پیوستون او همکارۍ ته اړتیا ده.

د هغه په ​​وينا، اروپا او د هغې د ترانس اتلانتيک ملګري هېوادونه بايد د اروپايي ټولنې په ختيځو پولو کې پېښې د وروستي خبرداري په توګه په پام کې ونيسي.

په دې وروستیو کې پر اوکراین د روسیې د یرغل تورونو د لوېدیځو مشرانو تر منځ د جدي اندېښې راپارولې دي. خو د کرملین ویاند دیمیتري پیسکوف وايي روسیه هیچا ته ګواښ نه کوي.

اړوند لیکنې

یو نظر پریږدئ