د‬⁩ ⁦بریتانیا‬⁩ ⁦‪صدراعظم: له طالبانو سره باید تعامل وشي؛ له دوی سره د تعامل نه کړلو نظریې مخالف یم

لخوا Aamaj News

د بریتانیا صدراعظم، بوریس جانسون د یاد هېواد د استازو مجلس ته د خپلې وینا په ترڅ کې وایي چې شاید طالبانو د افغانستان له ټولو خلکو استازولي ونه کړي، خو دوی د افغانستان اوسني چارواکي دي.

جانسون ټینګار کړی چې له طالبانو سره د تعامل نه کړلو نظریې مخالف دی او وایي چې هېواد یې باید له دوی سره تعامل وکړي د بوریس جانسون په وینا؛ «ښایي طالبان د افغانستان ټولو خلکو په استازولۍ خبرې ونکړي خو دوی د هېواد اوسني چارواکي دي او بریتانیا باید د افغانستان خلکو او له دوی سره د مرستې لپاره له طالبانو سره تعامل وکړي.»

په ورته وخت کې د طالبانو حکومت مرستیال ویاند، انعام الله سمنګاني د بریتانیا لومړي وزیر له خبرو څخه هرکلی کوي او وایي له افغانستان سره رسمي تعامل د افغانستان وضعیت او له نړۍ سره د ښو اړیکو لامل ګرځي.

دا په داسې حال کې ده چې قدرت ته د طالبانو له رسېدو را وروسته؛ بیا تر اوسه هېڅ هېواد د دوی حکومت په رسمیت نه دی پېژندل شوی خو له طالبانو سره د اړیکو ښو کېدو او هوکړې رامنځته کېدو څخه خبرې کوي.

اړوند لیکنې

یو نظر پریږدئ