د طالبانو لومړی وزیر: په داسې حال کې اختر لمانځو چې په ټول افغانستان کې امنیت تامین دی

لخوا Aamaj News

د طالبانو د حکومت لومړي وزير، ملا محمد‌حسن اخند نن (يکشنبه، د غويي ۱۱مه) د کوچني اختر په مناسبت وويل چې په افغانستان کې اختر په داسې حال کې نمانځل کېږي چې په ټول افغانستان کې امنيت تامين دى.

هغه د وروستیو خونړیو چاودنو له یادولو پرته وویل: «موږ په داسې حال کې اختر لمانځو چې په ټول هېواد کې امنیت ټینګ دی.»

ملا محمد حسن اخند هغو کسانو ته چې د طالبانو د حکومت پر ضد پوځي فعاليتونه لري وويل چې «تېرې تېروتنې» تکرار مه کوي.

نوموړی زياته کړې، چې د تېرو کلونو په اخترونو کې به د درې ورځني اوربند لپاره خلکو خوشحاله کېدل، خو اوس امنيت ټينګ شوى دى.

د طالبانو د لومړي وزیر دا څرګندونې په داسې حال کې کیږي چې د روژې په وروستیو ورزو کې د افغانستان مختلف ښارونه د خونړیو چاودنو شاهد وو.

د يادونې وړ ده، چې د ملي اردو د ځانګړو ځواکونو پخواني قوماندان جنرال سميع سادات له اختر وروسته د طالبانو پر وړاندې پوځي عملياتو ته خپل او يو شمېر پخواني افغان سرتېري او سياستوال چمتووالى اعلان کړى دى.

اړوند لیکنې

یو نظر پریږدئ