پر افغانستان د طالبانو له واکمنۍ درې میاشتې وروسته؛ د یاد حکومت رئیس الوزرا خپله غږیزه وینا خپره کړه

لخوا Aamaj News

د طالبانو حکومت رئیس الوزرا، ملا محمد حسن اخوند په یو غږیز پیغام کې چې د افغانستان ملي راډیو ټلویزیون څخه خپور شو، وایي “اشغال پای ته رسېدلی او په افغانستان کې جګړې پای موندلی.”

نوموړی وایي په هېواد کې قحطۍ او د توکو لوړو قیمتونو، د طالبانو حکومت له رامنځته کېدو مخکې شتون درلود. خو اوس هېواد کې امنیت ټینګ دی او خلک شپه او ورځ ګرځېدلی شي.

نوموړي زیاته کړې؛ هېواد کې به امنیت ټینګ شي او د خلکو له مال او ځان به دفاع کېږي.

‏ملا حسن وایي پخوانیو امنیتي ځواکونو سره انتقام اخیستونکې کړنې نه دي شوي؛ خو که دوی امنیت ضد کړنو باندې لاس پورې کړي، په وړاندې به یې جدي کړنې ترسره شي. له دې ورهاخوا نوموړی وایي چې د ښځو حقوق په بې ساري توګه تامین شوي؛ د دوی لپاره به د اسلام په چوکاټ کې د پوهنې او زدکړو لارې چارې هم برابرې شي، نوموړی زیاتوي چې خلک باید قضاوت وکړي چې تېر حکومت کې د ښځو حقوق ښه رعایت کېدل یا په اوسني حکومت کې؟ آیا پخوانی حکومت ټولشموله و یا اوسنی حکومت؟

‏د طالبانو حکومت رئیس الوزرا په یاد پیغام کې زیاته کړې: “موږ له ټولې نړۍ سره نېکې اړیکې غواړو او له ټولو مرسته کوونکو ادارو او بنسټونو غواړو تر څو د افغانستان له خلکو سره مرسته وکړي.”

همداشان نوموړی وایي؛ نن ورځ ښځې په افغانستان کې خوندي دي او هېڅوک دوی ته بد نظر نه شي کولی. ښځې د کار او زده کړو حق لري، همدا اوس زده کړې، کوي او دندې ترسره کوي او موږ به د کار او زده کړې ښې لارې چارو ورته برابرې کړو.

د طالبانو حکومت رئیس الوزرا، بهرنۍ پالیسۍ ته په اشارې سره وایي؛ نړۍ ته ډاډ ورکوو چې زموږ پالیسۍ کې هېڅکله دا ځای نه لري، چې د نورو او په ځانګړي ډول ګاونډیو په چارو کې لاسوهنه وکړو، موږ هغه خلک نه یو چې په ژبه مو یو څه او په عمل کې مو بل څه وي. هېواد له ستونزو سره لاس او ګریوان دی او هڅه کړو چې خپل هېواد او ملت له بېوزلۍ وژغورو.

اړوند لیکنې

یو نظر پریږدئ