د بلخ پوهنتون له لوحې څخه د فارسي “دانشگاه” کلیمې له لرې کولو وروسته، په دې اړه غبرګونونه اوج ته ورسېدل. اوس بلخ پوهنتون باندې یوازې پښتو “پوهنتون” او انګلیسي کلیمې لیکل شوې دي.
له بلخ پوهنتون څخه د فارسي کلیمې د لرې کولو په تړاو د ولسي جرګې پخوانی استازی عارف رحماني وایي: “پوځي یرغل، دوښمني فزیکي چاودنه، له نوي زېږېدلي ماشوم څخه بیا تر سیاسي رهبرانو پورې توکمیزه نسل وژنه، پر خصوصي حریم یرغل او اوس له کلتور سره دوښمني، د مولانا، ناصر خسرو، هنصري، ابن سینا، سنایي، خواجه عبدالله له ژبې او تاریخ او د افغانستان او خراسان له هویت او کلتور سره دوښمني.”
نوموړي په یو ټویټ کې لیکلي: “فکر نه کړم د یرغلونو دوام د اشغالګر درد و رغوي، (د دوی د توکمیزې ټول غوښتنې او استبدادي واکمنۍ لامل شي) خو د باروتو زېرمه به وروستۍ چاودنې ته چمتو کړي.”
نوموړی زیاتوي؛ چې د نن ورځې کینه به یوازې د ګاونډیانو راتلونکې جغرافیه پراخه کړي.
له “دانشگاه بلخ” څخه بلخ پوهنتون ته د یاد پوهنتون د نوم بدلولو په اړه؛ په بریتانیا کې سیاسي فعال ډاکټر عزیز بارز وایي چې “تل (دانشگاه) و او پاتې کېږي. دوه رسمي ژبې لرو او باید (دانشگاه) او پوهنتون دواړه په لوحو کې ووسي.”
نوموړي په خپله ټویټر پاڼه لیکلي؛ چې توکمیز چلند او غورهتوب غوښتلو هېواد خراب کړ، خو داسې کسان شته چې له تفرقې اچولو ډوډۍ خوري.
په ورته وخت کې، خبریال ایوب آروین په دې اړه لیکلي: “د فارسي ضد کړنې دوام لري د بلخ پوهنتون د دروازې لوحه بدله شوه.”
د هېواد شاعر او لیکوال مجیب مهرداد وایي؛ چې د بلخ پوهنتون له لوحې څخه د فارسي “دانشگاه” کلیمې لرې کول، د طالب سیاست د جمهوریت دورې تنګ نظره ناسیونالېستي سیاستوالو او په وطن کې د کلتوري ظلم زیاتي له ريښه لرونکي تاریخ سره تړي. او دا درک چې طالب یوازې یو اېډیولوژیکي ځواک دی، باطل کوي.
نوموړي لیکلي: “د تېر اساسي قانون په شپاړسمه ماده کې لیکل شوې فارسيستیزي چې عبارت ده له (ملي مصطالحاتو) یې یوازې یوه ملاتړې وه، په ورته وخت کې مجاهد، طالب، خلقي او جمهوریت غوښتونکي په یو واحد صف کې راولي.”
نوموړي زیاته کړې: “په زړه پورې خبره دا ده چې يو شمېر روڼ اندي د دې پر ځای چې د تبعيض او جبر څرګندو څرګندونو ته په کتو سره چې نن سبا په بېلابېلو ډولونو له قومي انګېزو سره څرګندېږي، نیوکه کوونکو پر وړاندې د نصیحت ژبې پرانیزي.”
مدني فعال او د مقاومت جبهې غړی عبید مهدي وايي، د طالبانو رژیم په کلتوري چلند کې د غني له رژیم سره توپیر نه لري. هغه ليکلي چې دواړه د «دويم سقاوي» کتاب پيروان دي. د نوموړي په وينا، د فارس ضد مبارزه د دواړو تر ټولو اساسي پروګرام دی.
د دې ټولو سربېر؛ یو شمېر وایي؛ چې طالبانو د توکمیز چلند له مخې امر کړی چې د پوهنتون لوحه دې راښکته شي. خو یو شمېر یې بیا ستاینه کړي او وایي چې درس مهم دی نه دانشگاه او پوهنتون.
دا په داسې حال کې ده؛ چې ۱۴ کاله وړاندې بلخ کې د پوهنتون او دانشگاه پر سر د شخړې له امله د پوهنتون یو زدکړیال ژوند له لاسه ورکړ او ۳۹۹ کسان نور سخت ټپیان شوي وو او په پایله کې دا لوحه په درې ژبو ولیکل شوه.
خو یو شمېر ټولنپوهان د هغه حکومت لخوا توکمیز چلند خطرناک بولي چې نه کورنی مشروعیت لري او نه بهرنی.