لاریونوال خلک نړۍ ته: مه پرېږدئ چې د سپټمبر یولسمې پېښه بیا تکرار شي

لخوا Aamaj News

د طالبانو پر ضد د نړیوالو لاریونونو په دوام په بېلابېلو هېوادونو کې یو شمېر مېشتو افغانانو په یوه پرېکړه لیک کې ویلي، چې نړۍ باید طالبانو ته مشروعیت ورنه کړي، ترڅو بیا د نړۍ لپاره ګواښ شي.

د «بېلابېلو هېوادونو کې د افغانستان آزادي غوښتونکو خلکو» تر نوم لاندې د ټولنيزو فعالانو يوه ډله سړکونو ته راووتل او ټينګار يې وکړ چې نړيواله ټولنه بايد اجازه ورنه کړي ترڅو د سپټمبر د يوولسمې نېټې خونړۍ پېښه بيا تکرار شي.

پرون (دوشنبه د زمري ۲۴مه) یادو لاريون کوونکو د دغه هېواد تښتېدلي ولسمشر اشرف غني له تېښتې او د افغانستان د سولې په چارو کې د امريکا د پخواني استازي زلمي خليلزاد له خوا د سولې پروسې د ناسم مدیریت څخه أه سختو نیوکو سره ویلي «د دوحې تړون د دې هېواد د تسلیمۍ لړۍ ګړندۍ کړه او د ښاغلي غني له شرمونکې تېښتې وروسته د څو میلیوني هېواد د خپلو شل کلنو لاسته راوړنو سره د طالبانو لاس ته وغورځېد.»

دوی د تېر حکومت کړنې او رهبري خیانت وګڼله او له نړیوالې محکمې یې د محاکمې غوښتنه وکړه.

یادو لاريون کوونکو په تېر يو کال کې د خلکو په وړاندې د طالبانو وحشيانه فعاليتونو له ډلې وژنو، جبري کډو، خلکو له بنسټیزو حقوقو څخه بې برخې کولو، د رسنيو سانسور، پر شخصي حريم یرغل کولو او د ښځو او نجونو پر وړاندې سختو بنديزونو ته په اشارې سره د نړیوالو بندیزونو د ډېرېدو غوښتونکي شول.

د دې ډلې په پرېکړه لیک کې راغلي «د طالبانو په وړاندې د نړۍ چوپتیا د ورځ تر بلې بېوزلۍ، بشري ناورینونو او د خلکو په ځانګړي ډول د ښځو حقونو تر پښو لاندې کېدو لامل شوې ده او هر هېواد چې طالبان په رسمیت وپېژني د دې ډلې په ظلم او جنایتونو کې به شریک وي.»

اړوند لیکنې

یو نظر پریږدئ