پنتاګون: هغه پوځیان چې کابل کې یې پر یو کور برید کړی و، سزا نه ورکول کېږي

لخوا Aamaj News

نیویارک ټایمز تېره شپه (دوشنبې، د قوس ۲۲ مه) د امریکا دفاع وزارت یا د پنتاګون له یو چارواکي څخه په نقل قول راپور ورکړی دی، چې په کابل کې د عام وګړو پر کور د هوایي برید له امله هېڅ امریکایي پوځي ته سزا نه ورکول کېږي.

دغه امریکا چارواکي ویلي؛ چې د امریکا دفاع وزیر، لوید آستین د امریکا دوه قومندانانو له توصیو وروسته دا پرېکړه کړې.

دا په داسې حال کې ده؛ چې د روان کال سنبلې په څلورمه نېټه امریکایي پوځیانو د کابل هوایي ډګر تر څنګ یو غیرپوځي کور باندې هوایي برید وکړ، چې یاده پېښه کې؛ د ۷ ماشومانو په ګډون لس عام وګړو ژوند له لاسه ورکړ.

هغه مهال آمریکا ویلي و؛ چې دا برید یې د داعش پر یو پټنځای ترسره کړی، هو وروسته یې ومنله چې د یاد برید قربانیان عام وګړي و.

د امریکا دفاع وزارت له څېړنو وروسته؛ د دغه کسانو په بېګناهۍ اعتراف وکړ او دا پېښه یې (خواشینونکې فعاجعه) وبلله.

اړوند لیکنې

یو نظر پریږدئ