پنټاګون: داعش په افغانستان کې د خپل ځواکونو د بیا جوړولو په حال کي دي

لخوا Aamaj News

د امریکا د پوځ لوی درستیز جنرال مارک میلي د سه شنبې په ورځ د امریکا سنا مجلس په استماعيه غونډه کي وویل چې داعش او نورې ترهګرې ډلې په افغانستان کې د بیا انسجام د رامنځته کولو هڅه کوي. خو تر اوسه په دې کار نه دي بریالي شوي.

هغه زیاته کړه چې د استخباراتي او رسنیو د راپورونو له مخې داسې ښکاري چې داعش او نورې ډلې غواړي چې په افغانستان کې یو ځل بیا ځان منسجم کړي. خو تر اوسه په دې کار نه دي بریالي شوي.

ښاغلي ملي د دې مطلب په څرګندوني سره,‌ چی اوس مهال د داعش لخوا متحده ایالاو ته کوم ترهګریز ګواښ نشته,  وویل دوی د داعش فعالیتونه له نږدې څاري او د ګواښ په صورت کې به یې پر وړاندې اړیني برنامې په کار واچوي.

هغه ټینګار کړی چې اوس مهال  امریکا د هوا له لارې د ترهګرو ډلو د فعالیتونو د څارنې بشپړه وړتیا نه لري او اړتیا ده چي بهبود ورکول شي.

د پنټاګون د دغه چارواکي دغه څرګندوني په داسي حال کي کېږي، چې مخکې یې هم هیله څرګنده کړې وه، چې طالبان به د داعش د ځپني وړتیا ولري.

هغه په ​​کابل کې د طالبانو د واک تر نیولو دوې اوونۍ وروسته د امریکا د دفاع وزیر تر څنګ یوې خبري غونډې ته وویل چې امریکا له طالبانو سره په همغږۍ کولای شي په افغانستان کې د داعش ګواښ له منځه یوسي.

د یادونې وړ ده چې په تېرو څو میاشتو کې په تېره بیا په وروستیو اوونیو کې داعش هڅه کړې چې د افغانستان په یو شمېر ولایتونو کې د ترهګریزو بریدونو په ترسره کولو سره ځان طالبانو ته د یوې اغېزمنې او سیالې ډلې په توګه ور وپېژني.

اړوند لیکنې

یو نظر پریږدئ