پنتاګون: په تاجیکستان او اوزبیکستان کې د افغانستان پخواني پوځ الوتکې به یاد هېواد ته ونه ګرځول شي

لخوا Aamaj News

د امریکا متحده ایالاتو د دفاع وزارت ویاند جان کربي تېره ورځ په یوه خبري ناسته کې اعلان کړی، چې د افغانستان پخواني پوځ الوتکې به یاد هېواد ته ونه لېږل شي، تر څو طالبان ورڅخه ګټه واخلي. 

د امریکا دفاع وزارت زیاته کړې؛ چې د یادو الوتکو د برخلیک په اړه په پر پرېکړې نیولو باندې کار کړي او تر اوسه په دې اړه وروستۍ پرېکړه نه ده شوې. 

جان کربي ویلي؛ چې د الوتکو د برخلیک په اړه له نوې هوکړې خبر نه لري، خو زیاته یې کړه: “فکر کړم کولی شو فرض کړو چې الوتکې به افغانستان ته ونه لېږل شي تر څو د طالبانو لخوا ورڅخه ګټه واخیستل شي.”

د پخواني حکومت له سقوط وروسته؛ د هېواد هوایي ځواک یو شمېر پیلوټانو څو الوتکې تاجیکستان او اوزبیکستان هېوادونو تت ولېږدولې او تښتېدلی ولسمشر هم له څلور الوتکو سره اوزبیکستان ته وتښتېد.

په ورته وخت کې، څه موده وړاندې د طالبانو حکومت د دفاع وزارت تاجیکستاړ او اوزبیکستان هېوادونو ته خبرداری ورکړ، چې د پخواني پوځ الوتکې دې افغانستان ته راوګرځوي. 

اړوند لیکنې

یو نظر پریږدئ