پدرام: پر امریکا باور د «بې عزتۍ، خیانت او وطن پلورولو» اوج دی

لخوا Aamaj News

د افغانستان ملي کنګرې ګوند رهبر عبدالطیف پدرام وایي چې د امریکا متحده ایالات د افغانستان اوسني اصلي لامل دي.

د افغانستان ملي کنګرې ګوند رهبر نن (چهارشنبه د مرغومې ۲۱مه) یو ټوېټ کې لیکلي: «پر امریکا باور او له دې هېواد سره همکاري د بې‌عزتۍ، خیانت او وطن پلورلو اوج دی.»

د پدرام په باور افغانستان کې د ټولو «جنایتونو او بدبختیو» لامل امریکا ده.

نوموړي ټینګار کړی دی چې د امریکا په وړاندې باید د جرم اعلان وشي او د «روم محکمه او لاهه» کې ترې شکایت وشي.

اړوند لیکنې

یو نظر پریږدئ