پدرام: د طالبانو اسلاميت او افغانیت د یو واحد توکمیز دولت د جوړولو په معنا دی

لخوا Aamaj News

د افغانستان د ملي کنګرې ګوند مشر، عبدالطیف پدرام وايي چې د طالبانو اسلامیت او افغانیت د سني مذهب پر بنسټ د یوه توکمیز افغان حکومت د جوړولو په معنا دی.

د ملي ګنګرې ګوند مشر نن (یکشنبه د تلي ۱۰مه) د کاج پر ښوونیز مرکز د برید په غبرګون کې په یو ټوېټ کې لیکلي: «کله چې د طالبانو مشرتابه وایي افغانیت او اسلامیت، مانا یې د سني مذهب پر بنسټ یو واحد توکمیز افغان حکومت دی. په نا اعلان شوي ډول هزاره‌ګان او شیعه مذهب د دې دوو مفاهیمو له دایرې څخه بهر بولي.»

پدرام زیاته کړې: «له همدې امله (طالبان) زموږ د هزاره او شیعه هېوادوالو په وژلو کې بې پروا او ګستاخ دي او د ګناه احساس نه کوي.»

د طالبانو مخالفین دغه ډله د یو توکمیز حکومت په جوړولو تورنه کړې. له بلې خوا د طالبانو د په رسمیت پېژندلو لپاره د نړۍ یو شرط د ټول شموله حکومت جوړول دي. خو طالبان وايي چې د دوی حکومت ټول شمول دی.

اړوند لیکنې

2 تبصرې

Hit Radio FFH - DIE 2010ER November 5, 2023 - 2:15 am

There is definately a lot to find out about this subject. I like all the points you made

ځواب
รับแพ็คสินค้า November 24, 2023 - 3:27 am

… [Trackback]

[…] Here you will find 57765 additional Info on that Topic: aamajnews24.com/ps/pedram-22/ […]

ځواب

یو نظر پریږدئ