د افغانستان ملي کنګرې حزب رهبر، عبدالطیف پدارم وایي: «هغه هېواد چې مولانا، بیروني او ابوعلی سینا ولري له اصول ګرایۍ سره آشتي نه کړي. طالبان له اعتدال او مدنیت څخه ډېر واټن لري.»
نوموړي په خپله فېسبوک پاڼه لیکلي چې د طالبانو د بخت لمر به ژر ولوېږي، په یوه مانا همدااوس پای ته رسېدلي او په مدرنه حکومتوالۍ او عقلانیت هېڅ نه پوهېږي.
د پدرام په باور، نوی عقلانیت له نویو او مدرنو بنسټونو سره کار کړي، د طالبانو وسطایي قرنونو فکر له نویو بشري ارزښتونو سره بېګانه دي.
د افغانستان ملي کنګرې حزب رهبر، عبدالطیف پدرام چې له هېواد بیرون دی، د مقاومت ملي جبهې ته نږدې او د طالبانو سیاسي نقد کوونکی دی.
2 تبصرې
Very nice blog post. I definitely love this site. Stick with it! .
… [Trackback]
[…] Read More to that Topic: aamajnews24.com/ps/pedram-2/ […]