پدرام: د افغانستان ستونزه قومي ده

لخوا Aamaj News

د ملي کنګرې ګوند رهبر عبدالطیف پدرام ویلي؛ چې د افغانستان بنسټیزه ستونزه، قومي ستونزه ده.

نوموړي په خپله ټوېټر پاڼه لیکلي: «نن د نړۍ لویو قدرتونو رهبران هم پوهېدلې او دا مني چې د افغانستان بنسټیزه ستونزه، قومي ستونزه ده؛ هغه موضوع چې سلګونه ځل مو یې په اړه ویلي او لیکلي.»

په افغانستان کې د قومونو واک مساله تل پاتې جنجال او د تاریخ د ټولو پړاوونو ستونزه بلل کېږي، سیاست د توکمونو په محور څرخېږي او ټولې سیاسي آیډیولوژۍ د قومیت په واک کې شوې دي.

طالبان د رهبرۍ او پرېکړې نیولو په هسته کې هم یوه قومي ډله ده. د دوی د حکومت کابینه او والیان یې یوه ښکاره بېلګه ده. له لومړي وزیر نیولې بیا تر لاندې پوړیو له یوې پتې دي او دا ناخوښي یې د افغانستان څو توکمیزې ټولنې په منځ کې جوړه کړې ده.

خو طالبان وایي چې حکومت یې ټول ګډونه دی او له هر قوم څخه استازي لري.

اړوند لیکنې

یو نظر پریږدئ